لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

علي وزیر:کلاسیف الله ته په لاره په منظور پشتین اؤ ملګرو یې ډزې شوي،اؤ وهل شوي


دپښتون ژغورنې د غورځنګ مشران منظور پشتین،علي وزیر محسن داوړ اؤ نور په لورالایي کې دپولیسو په تشدد د پي ټي ایم د وژل شوي فعال ارمان لواڼي په جنازه کې دګډون په موخه د زیات خنډ وخار نه وروسته ژوب ته رسیدلي دي.

د قامي اسمبلۍ غړي اؤ د پي‌ ټي ایم مرکزي مشر علي وزیر وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې دوئ ته په ټوله لاره امنیتي ځواکونو خنډان راولاړ کړي اؤ اجازه یې نه ورکوله چې لورالایي ته ځان ورسوي.

هغه ویلي په منظور پشتین اؤ نورو مشرانو نه یوازې امنیتي ځواکونو تشدد کړی بلکې ډزې یې پرې هم کړي دي خو ازادو سرچنیو نه ددې دعوې پخلی نه دی شوی اؤ نه تر اوسه امنیتي ځواکونو په دغه هکله څه ویلي دي.

پولیس ته د مقدمې درج کولو دپاره د ورکړل شوې درخواست له مخې ارمان لواڼی تیر ماښام په دخپلو نورو څو ملګرو سره لورالایي کې په لاره روان ؤ چې دپولیسو لخوا هغوئ ودرول شول.

په دغه درخواست کې ویل شوي چې پولیسو وړومبی د ارمان لواڼي پیژندګلو وکړه اؤ بیا دعطاء الرحمان ترین په نوم یو ای ایس پي افسر د کلاشنکوف په کونداغ هغه په سینه اؤ خیټه په ناترسه توګه ووهلو چې له دې امله هغه وړومبی بې هوشه شو اؤ بیا یې ساه ورکړه

دای ایس پي عطاء الله ترین په هکله ویل کیږي چې هغه له پوځ څخه ریټايرډ شوی اؤ پولیسو کې یې نوکړي پیل کړې ده.

د ارمان لواڼي په مړینه په سوشل میډیا سخت غبرګون مخې ته راغلی اؤ دټولنیزو رسنیو فعالین دا د ریاستي جبر یوه بدترینه سانحه ګڼي.

ټاکل شوې ده ارمان لواڼی نن(اتوار) ماسپښین درې بجې د کلا سیف الله په تلرې نومې هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي

ارمان لوڼی چې اصل نوم يې ابراهيم ارمان وو د بلوچستان د زيارت ضلعې په سنځاوۍ سیمه کې پیدا شوی وو، خو بنیادي تعلق یې د دوکۍ له لوڼي څمالنګ سره وو.

هغه د بلوچستان پبلک سروس کميشن تر ازموينې وروسته د بلوچستان په کالجز سيکشن کې د پښتو ادب استاد ټاکل شوي وو. نوموړی اول په سنځاوۍ زيارت او وروسته په موساخېل او اوس بيا د کوټې ښار په ډګري کالج کې د پښتو ادب درسونه ورکول.

د 2018م کال په فبرورۍ میاشت کې چې پښتون تحفظ موومنټ فعال شو نو ارمان يواځې ځان نه بلکې خپله خور وړانګه لوڼۍ يې هم د پښتنو د حقونو غوښتنې په دغه سازمان کې فعاله کړه، چې دا وخت د دې تحریک مهمه فعاله ښځینه غړې ده.

36 کلن ارمان پینځه خویندې او درې نور وروڼه لري چی پکې ارمان تر ټولو مشر وو او و‌ړانګه تر ټولو کشره ده. ارمان لوڼی واده کړی وو او د 3 لوڼه هم لري.

XS
SM
MD
LG