دپښتو وتلې سندرغاړې شکیله ناز د اتوویشت کاله وروسته یو ځل بیا په عملي ډول دهنرمیدان کې قدم کېښودو اؤ د پښتو غزل د شاهنشاه خیال محمد استاد اؤ سترې فولکلوري سندرغاړې زرڅانګې په لاس دشاندارو مراسمو په ترڅ کې دهغې تاجپوشي وشوه.
دشکیله ناز د هنر نړۍ کې دبیا قدم اېښودلو په اړوند تیرماښام دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې یوه ستره غونډه د جنرل پیټرولیم لخوا راجوړه شوې وه چې پکې دپښتونخوا اؤ افغانستان دبیلابیلو سیمو نه په شلګونو وتلو سندرغاړو،شاعرانو،لیکوالانو خبریالانو اؤ د ژوند دبیلابیلو څانګو سره تړلو وتلو شخصیاتو برخه لرله.
په دغه موقعه د نوي ژوند په نوم د شکیله ناز د نوؤ سندرو یو البم هم خپور شوی دی،
دستورې ته وتلو شاعرانو اؤ لیکوالو رحمت شاه سائل، پروفیسر ډاکټر حنیف خلیل،،ډاکټر اباسین یوسفزي ،نورالامین یوسفزي،روښان. یوسفزي،عزیزمانیروال،بخت زاده دانش،خبریال سلیم صافي ،دجنرل پیټرولیم مشر حبیب خان ،سندرغاړو استاد خیال محمد،زرڅانګې،ماه جبین قزلباش،کرن خان،نازیه اقبال،همایون خان، بختیار خټک،مینه ګل،راشد خان یوسفزئ،لیلا خان اؤ ګڼو نورو پخپلو ویناګانو کې شکیله ناز ته بیا دهنر نړۍ ته په راګرځيدلو تود هرکلی وویلو،،
پخپلو خبرو کې میرمن شکیله ناز وویل چې هغه کاله اتویشت کاله وړاندې دفن د دنیا نه لاس پسر کیدله نو په پښتون وطن کې امن اؤ خنداګانې وې ،خو اوس په هرلوري ویرونه اؤ ژړاګانې ویني
دهغې وینا وه “دلته دخلکو د شوندون نه خنداګانې تروړل شوي اؤ ساندې،ویرونه پرې خواره دي ، چې دا دیو فنکار دپاره دزغملو نه دي”
شکیله ناز وویل” زه یوه هنرمنده یم ،دې حالت ته چې ګورم خفه کیږم ،نور څه لاس کې نه لرم ،یو خپل غږ اؤ هنر راسره دی اؤ غواړم چې د ژوند د سختو شیبو کې دخپل هنر اؤ غږ دلارې دپښتنو دامن،مینې اؤ رورولۍ دپاره کار وکړم”
وینا کوونکو پخپلو ویناګانو کې دشکیله ناز فني خدمتونه وستائیل اؤ وئ ویل هغې چې پښتنو ته کومه معیاري موسیقي ورکړې ده هغه دهیرولو نه ده همدغه وجه ده چې پښتانه نن هم د هغې دغږ سره مینه لري.
وینا والو دهغې دهنر دنیا ته راتګ یوه لویه لاس ته راوړنه وګرځوله اؤ هیله یې وښودله چې اوس به یو ځل بیا پښتو کې دپخې اؤ معیاري موسیقۍ بنیاد کېښودل شي.
په دغه موقعه چې کله خیال محمد استاد هغې ته تاج پسر اېښودلو نو د ډيرو جذباتو نه غریو ونیولو اؤ وئ ویل دشکیله ناز په بیا راتګ نن دومره خوشحاله دی لکه خوب چې ویني