د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ مشر او استاز ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې پرضد نن د نهې، سه شنبې په ورځ د پاکستان په غټو وړو ښارونو، افغانستان، امريکا او نورو هېوادونو کې احتجاجي مظاهرې کيږي.
د ارمان لوڼي د وژنې پرضد د احتجاجي مظاهرو اعلان د پي ټي اېم مشر منظور پشتين کړی او په ټويټر يې د مظاهرو ځايونه او وختونه ښودلي دي.
د بلوچستان صوبې په قلعه سېف الله او پشين کې احتجاجونه روان دي او په درازنده کې هم احتجاجي مظاهره کيږي.
پرون د ګل، دوشنبې په ورځ د پښتون ملي عوامي پارټۍ په اعلان په بلوچستان صوبه کې کاربنديز شوی ؤ، عوامي نيشنل ګوند، بلوڅ ملت پاله ګوندونو، کاروباري خلکو او وکيلانو د دې کاربنديز ملاتړ کړی ؤ.
ابراهيم ارمان لوڼی د خالي، شنبې په ورځ ناوخته د بلوچستان په لورالايي سيمه کې وژل شوی او د پي ټي اېم غړي تور لګوي چې لوڼی د پوليس په تشدد وژل شوی او د اتوار، يکشنبې په ورځ هغه په قلعه سېف الله کې خاورو ته سپارل شوی دی.
د لورالايي پوليسو ويلي ارمان لوڼی د زړه د دورې نه مړ شوی دی.
پرون د بلوچستان او افغانستان په يو شمېر سيمو کې د ارمان لوڼي غايبانه جنازې شوي او احتجاجي مظاهرې هم شوې وې.
بل لور ته د ارمان لوڼي طبي معاينه (پوسټ مارټم) د کوټې په سېول روغتوون کې شوی او ډاکټرانو ويلي د ګل، دوشنبې په ورځ به دغه رپوټ راشي چې ارمان لوڼي څنګه وژل شوی يا مړ شوی خو دغه رپوټ لا مخې ته نه دی راغلی.
د پي ټي اېم د مشرانو په وېنا د ارمان لوڼي د وژنې مقدمه تراوسه نه ده درج کړی شوې.
پرون د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزير ضيا لانګو وي او ای سره په خبرو کې ویلي، چې د ارمان لوڼي پوسټ مارټم رپوټ مخې ته راشي د هغې وروسته به د مقدمې په اړوند پرېکړه کوي.
هغه ويلي د پېښې د پلټنو دپاره ګډه کميټي هم جوړوي.
د بلوچستان صوبې وزيراعلی جام کمال د ارمان لوڼي د تورنې وژنې د پېښې نوټس اخيستی او په دوه ورځو کې يې د ژوب ډويژن د کمشنر نه د پېښې رپوټ غوښتی دی.