دپاکستان سپریم کورټ پخپله یوه پرېکړه کې دهیواد حساسو یا استخباراتي ادارو ته امر کړی چې دخپلو حدونو څخه دې تجاوز نه کوي اؤ دهغوئ دحدونو ټاکلو دپاره باید قانون سازي وکړل شي.
دفیض اباد د پرلت وهنې د قضیې دپرېکړې اورؤلو پرمهال دسپریم کورټ قاضي فائز عیسی ویلي دپاکستان دستور پوځ دسیاسي فعالیتونو دبرخې جوړیدلو څخه منعې کوي اؤ پوځ دیو سیاسي ګوند یا شخصیت ملاتړ هم نه شي کولی.
تیرکال دنومبر په میاشت کې دتحریک لبیک په نوم دپاکستان یوې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک دمذهب دسپکاوي قانون کې د بدلونونو په ضد پلازمینه اسلام اباد کې پرلت مات کړی ؤ اؤ تر څو ورځو یې داسلام اباد ټولې مهمې لارې تړلې وې.
په دغه موقعه دغه ډلې په ګاډو اورونه بل کړي وؤ،په پولیسو یې بریدونه کړي وؤ اؤ خلک یې وهلي ټکولي وؤ خو وروسته په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې ولیدل شول چې دپرلت په ختیمدلو د رینجرز ځواکونو یو مشر دپرلت په برخه والو پیسې ویشي.
سترې محکمې پخپله پرېکړه کې ویلي سیاسي ګوند جوړول اؤ احتجاج کول دهر چا ائیني حق دی خو داحتجاج په حق باید دنورو خلکو اساسي حقونه د پښو لاندې نکړل شي.
محکمې دا هم ویلي چې هرسیاسي ګوند ددې خبرې پابند دی چې دخپلو پنګو سرچینې وښایي .
محکمې د ټولټاکنو کمیشن ته امر کړی چې کوم ګوندونه دخپلو پنګو سرچینې نه ښایي دهغوئ په ضد باید ګامونه واخلي.
سپریم کورټ ویلي چې ریاست د وګړو د اساسي حقونو په ورکولو کې ناکام پاتې شوی، دادارو ترمینځ همکاري نه وه ،حکومت اؤ قانون په ځائ کوونکو ادارو په لاس کې هیڅ تګلاره نه لرله اؤ کله چې دقانون په ماتولو یو چاته سزا نه ورکړل کیوي نو د قانون په لاس کې داخستونکو حوصلې به لوړیږي.
محکمې ویلي چې د مرکزي اؤ صوبایي حکومتونو په ضد پاروونکې ویناګانې دیاغیتوب په زمره کې راځي چې سزا یې عمري بند دی.
دسپریم کورټ دپرېکړې له مخې تحریک لبیک د مسلمانانو جذباتو سره لوبې کړي اؤ خلکو ته یې دګواښونو اؤ کنځلو کولو ترڅنګ ودانیو ته هم د۱۶کروړو،۳۹لکو اؤ۵۲ زرو روپو زیانونه رسولي دي.
دتحریک لبیک مرکزي مشر خادم حسین رضوي اؤ ددغې ډلې ځینې نور مشران دا مهال هیواد کې د اړي ګړي پیدا کولو په تورونو زندان ته اچول شوي اؤ دهغوئ دوسیه په محکمه کې روانه ده