لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني پاکستان کې دپښتنو اؤ بلوڅانو په ضد په سیوا کېدونکي تشدد اندېښنه وښودله


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني دپاکستان په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالت کې دسوله ییزو اؤ مدني فعالانو په ضد ورځ‌ په ورځ دتشدد په پېاوړې کیدونکې لړۍ دسختو اندېښنو څرګندونه کړې اؤ خبرداری یې ورکړی چې داسې عملونه په ټوله سیمه کې منفي پایلې لرلی شي.

د پنجشنبې په ورځ ښاغلي پخپلو ټوئټر اؤ‌ فیس بک پاڼو ولسمشر اشرف غني لیکلي دي “خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د سوله ییزو او مدني فعالانو او معترضانو په ضد تشدد مخ په زیاتېدو دی چې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه، رسنۍ او حتا د پاکستان مدني او سیاسي بنسټونه هم دغه مخ په زیاتېدونکی تشدد تاييدوي او جدي اندېښنه ښايي”

افغان ولسمشر اشرف غني پاکستان کې دمدني اؤ سوله ییزو فعالانو په ضد پاکستان په سیوا کیدونکي تشدد خپلې اندېښنې وروسته له هغې ښودلې چې روانه اوونۍ کې دبلوچستان په لورالایي سیمه کې دپښتون ژغورنې يو فعال مشر ارمان لوڼی د پولیسو په تشدد ووژل شو اؤ تر دې وړاندې دوزیرستان په خیسور سیمه کې دپاکستان په پوځ د یوې پښتنې کورنۍ دستر ماتولو تورونه ولګول شول.

اشرف غني ویلي دي” سیمه د مذهبي افراطیت او ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ ده، د هر مسوول دولت اخلاقي دنده ده چې د دغه ډول مدني فعالیتونو ملاتړ وکړي، خو له بده مرغه له دوی سره برعکس چلند کېږي.”

هغه ویلي په داسې وخت کې زموږ لپاره د سوله ییزو اعتراضونو او مدني فعالانو ځپل نه یوازې د ژورې اندېښنې خبره ده، بلکې ټولې سیمې ته منفي پایلې لرلی شي.

په سمدستي توګه دپاکستان پوځ اؤ حکومت داشرف غني په دې څرګندونو خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې چې کله تیرکال په کراچۍ کې د وژل شوي پښتون نقیب مسید د وژنې په ضد اسلام اباد کې دپښتون ژغورنې دغورځنګ داحتجاج په مهال اشرف غني ددغه غورځنګ په پلوۍ ټوئټونه کړي وؤ نو پاکستان دافغان ولسمشر دا عمل پخپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه ګرځولې وه.

په دې وروستیو کې وپاکستان په بیلابیلو برخو کې دمدني فعالانو په خاص ډول د پښتنو په ضد دتشدد اؤ وژنو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ ددې ناقانونه وژنو په ضد دپښتون ژغورنې غورځنګ اؤ بلوچستان کې یو شمیر تنظیمونه په احتجاج بوخت دي.

دپاکستان امنیتي ځواکونو دپښتنو د وژنو په ضد احتجاج کوونکي ګڼ شمیر مدني فعالان اؤ دپښتون ژغورنې دغورځنګ غړي اوړمه ورځ په احتجاج کولو نیولي اؤ زندانونو ته یې لیږلي دي.

په احتجاج بوخت دغه مدني فعالان تورونه لګوي چې دپښتانه اؤ‌ بلوڅان د ریاست لخوا وژل کیږي خو حکومتونو اؤ دپاکستان میډیا دپښتنو اؤ بلوڅانو په وژنو اؤ دهغوئ په ضد په کیدونکي تشدد سترګې پټې کړي دي.

تیره اوونۍ لورالایي کې دپښتون غورځنګ دفعال پروفیسر ارمان لوڼي د وژنې ایف ایي ار تر اوسه نه دی درج کړل شوی اؤ نه حکومت یا پوځ په دغه وژنه دسختو احتجاجونو باوجود څه غبرګون ښودلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG