لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ارمان لوڼي په مغزو کې وينه تم شوې وه، ډاکټر عايشه


د کوټې د سېول روغتون د پوليس سرجن ډاکټرې ويلي د ابراهيم ارمان لوڼي د ابتدايي طبي معاينې (پوسټ مارټم) ترمخه د هغه په مغزو کې وينه تم يا درېدلې وه خو دا نه ده مالومه چې وينه د څه له امله تم شوې.

ډاکټر عايشې نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ د سېول روغتون د مشر ډاکټر سليم ابړو سره په ګډه خبري غونډې ته په وېنا کې د ارمان لوڼي د جسد د طبي معاينې په اړوند لومړي رسمي مالومات شريک کړل.

د پوسټ مارټم د ابتدايي رپورټ په اړوند د ابراهيم ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ وي او ای يوه ته وويل چې "دا ثابته شوه چې د ابراهيم ارمان مرګ د پوليسو له تشدده شوی دی".

وړانګې وويل د پوليسو د سرجن ډاکټرې خبرې يي بيا بيا واورې او وايي " ډاکټر عايشه هم زما د خبرې پخلی کړی په کومه کې چې ما په لومړۍ ورځ ويلي وو چې د ابراهيم په مغزو کي وينه تم شوې ده او دا هر څه د پوليس د تشدد له امله شوي دي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او استاز ارمان لوڼی د تورنې وژنې پېښه پينځه ورځې وړاندې (دوېمه فرورۍ) د بلوچستان په لورالايي سيمه کې رامنځته شوې وه.

د ارمان لوڼي خور وړانګه لوڼۍ او د پي ټي اېم فعالان تور لګوي چې ارمان د پوليس په تشدد وژل شوی خو پوليس دغه تور ردوي او وايي هغه د زړه د دورې له امله ساه ورکړې وه.

د هغه جسد بيا د طبي معاينې دپاره د کوټې سېول روغتون ته وړل شوی ؤ.

ډاکټر عايشه وويل چې د ابراهيم ارمان لوڼي د جسد پوسټ مارټم يې کړی او د هغه د زړه، مغزو او د بدن څه نورې برخې يې د بشپړ څيړنو لپاره د لاهور فرانزک ليبارټري ته ليږلي دي.

خو هغې وويل "دا نشي ويلی چې د ابراهيم ارمان د مرګ لاملونه څه دي تر څو له لاهور څخه تفصيلي رپورټونه نه وي راغلي".

هغې زياته کړه "د ابراهيم ارمان څيره هم لږه شنه شوې وه، ځکه مو د هغه له وينې ډک زړه هم لاهور ته ليږلی چي دا معلومه شي چې د زړه د درېدو (فېل) له عمله خو به يې مرګ نه وي شوی؟".

عايشه (پوليس سرجن) ډاکټره ده او د ارمان لوڼي لومړی پوسټ مارټم د هغې په مشرۍ کې شوی ؤ.

په دغه مهال د سېول هسپتال کوټې مشر (اېم ايس) ډاکټر سليم ابړو وويل چي د ابراهيم ارمان د پوسټ مارټم پر وخت نه يوازي سرکاري ډاکټران بلکې د ځوانانو د اتحاديې سره نور ډاکټران هم حاضر وو.

ابړو وويل "که څوک د ابراهيم ارمان پوسټ مارټم د پاکستان او د نړۍ له بلې کومې ليبارټرۍ څخه کول غواړي دوي ورته تيار دي او هر قسم معلومات او رپورټس ورکولای شي".

وړانګې پوښتنه راولاړه کړې"د پوسټ مارټم حتمي رپورټ خو به په يو څو ورځو کې راتلو دا يوه مياشت وخت ولې نيسي؟"، هغې وويل د رپوټ ځنډ ثابتوي چې د پوليس د تشدد ثبوتونه د مينځه وويستلی شي.

خو ډاکټر ابړو وايي چې نزدې په يوه مياشت کې به د ارمان لوڼي د جسد د پوسټ مارټم ختمي رپوټ راشي او په هغې کې به دا هر څه مالوم شي چې د هغه مرګ د څه له امله واقع شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG