لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور هايکورټ د شهباز شريف په ضمانت د خوشي کولو امر کړی


لاهور هايکورټ په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو مشر او مسلم ليګ ن د صدر شهباز شريف په ضمانت د خوشي کولو امر کړی دی.

شهباز شريف د اکتوبر د مياشتې په پينځمه نېټه د احتساب قامي ادارې (نېب) د اشيانه په نوم د کورونو جوړولو په پروژه کې د غبن په تور نيولی ؤ.

نېب د شهباز شريف پرضد د اشيانه کورونو د پروژې سره د رمضان شوګر مل قضيې جمع کړې وې.

د شهباز شريف د ضمانت منظوري د لاهور هايکورټ د جسټس ملک شهزاد احمد خان په مشرۍ د دوه کسيزه ججانو بنچ نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ ورکړې ده.

د نېب وکيل د شهباز شريف د ضمانت په خوشي کېدو مخالفت کړی او ويلي يې دي شهباز شريف چې کله د پنجاب صوبې اعلی وزير ؤ خپل واک يې په ناجايزه توګه کارولی ؤ.

د شهباز شريف وکيل په خپلو دليلونو کې ويلي چې هغه د اشيانه په پروژه کې مرکزي تورن ملزم نه دی.

وروسته هايکورټ په خواستونو د دليلونو بشپړېدو وروسته فېصله اورولې او د شهباز شريف په دواړو خواستونو يې په ضمانت منظوري ورکړې ده.

د راپورونو ترمخه نېب ويلي د شهباز شریف په ضمانت د خوشي کېدو د لاهور هايکورټ د فېصلې پرضد به سپريم کورټ ته ځي او چېلنج کوي به يې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG