لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوریې له باغوز سیمې څخه د ملکي وګړو د وتلو لړۍ دوام لري


په سوریه کې د داعش تر ولکې لاندې له وروستۍ سیمې څخه د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ټرکونو د یو کاروان له لیارې ګڼ ملکي وګړي ووتل.

په دغه کاروان کې په خلکو بار لږ تر لږه اته ټرکونه له باغوز سیمې څخه وروسته له هاغې ووتل کله چې د امریکا تر ملاتړ لاندې ملیشې یادې سیمې ته نږدې شوې.

دا لا څرګنده نه ده، چې په کوم شمېر خلک په دې توانېدلي چې د شورو په ورځ له باغوز څخه ووځي او په کوم شمېر لا تر اوسه هم په باغوز کې پاتې دي.

د کردانو تر مشرۍ لاندې د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو داعش ته د دوی په وینا وروستی خبرداری ورکړی چې له ترهګرو څخه د باغوز د پاکولو له عملیاتو مخکې دې خپل ځانونه دوی ته وسپاري.

د یادو ځواکونو ویاند عدنان افرین وویل:

"که مونږ پرېږدو چې دوی لاړ شي نو دوی به چېرې ځي؟ د دوی لپاره هېڅ ځای او پټنځای نه شته. د داعش لپاره نن تر ټولو غوره تګلاره داده چې د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو ته تسلیم شي."

د ملګروملتونو د بشري حقونو چارواکو د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې دوی په باغوز کې د کابو ۲۰۰ کورنیو په اړه اندېښنه لري.

دوی دا هم وايي، چې د داعش جنګیالي له یادې سیمې څخه د ښځو او د ماشومانو د وتلو مخنیوی کوي.

د تېرو څو اونیو په موده کې له باغوز څخه په زرګونو خلک چې ملکي وګړي او له داعش سره تړلي ځینې مشکوک بهرني جنګیالي هم پکې وو وتلي دي.

د ټرمپ اداره له اروپايي ټولنې څخه غواړي چې دوی دغه خپل هغه جنګیالي بېرته واخلي چې له دغو هېوادونو څخه تښتېدلي وو تر څو له داعش سره یوځای شي.

برتانیې دا غوښتنه رد کړه او له داسې کسانو څخه د خپل هېواد تابعیت یا سېټېزنشېپ اخلي. فرانسې هم له داسې کسانو سره لږه لیوالتیا ښودلې.

کردي ځواکونه چې د امریکايي ځواکونو په ملاتړ جګړه کوي وايي، دوی تمه لري، چې په سوریه کې به داعش ددې اونۍ تر پایه پورې په بشپړه توګه مات شي.

یو لوړ پوړي کردي جنګیالي د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي وو چې مونږ به په ځو ورځو کې د ترهګرۍ د یو ستر تنظیم په وړاندې چې نړۍ یې له ګواښ سره مخ وه خپله بریا اعلان کړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG