لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د کرکټ په نړيوال کپ کې په پاکستان د بندېز لګولو هڅې کوي


د هندي رسنيو ترمخه هند هڅه کوي چې د کرکټ په راتلونکي نړيوال کپ (۲۰۱۹) کې د پاکستان په ګډون بندېز ولګوي.

د ټايمز اف انډيا ترمخه د سپريم کورټ جوړې انتظامي کمېټۍ د کرکټ نړیوالې شورا (ايي سي سي) ته په دغه اړوند خط ليکلي چې په پاکستان د ۲۰۱۹ په نړیوال کپ کې په ګډون بندېز ولګوي يا هند د دغو سياليو څخه ځان بهر کړي.

ويل شوي کمېټۍ نن د زیارت، پنجشنبې په ورځ په دغه اړوند د مشورې دپاره يوه غونډه هم رابللې ده.

د هندي رسنۍ ترمخه دغه خط د هند د کرکټ بورډ (بي سي سي ايي) د مشر راهول جوهري د دفتر لخوا ليکل شوی دی.

ويل شوي خط په هندي کشمير کې په هندي ځواکونو د بريد په ترڅ کې ليکل شوی دی.

خو د شورو، چهارشنبې په ورځ د ايي سي سي مشر ډېو رچرډسن ویلي داسې هيڅ خبره نشته چې په سياليو کې څه بدلون راوستی شي او ټولې سيالۍ به په خپل ټاکلي وخت کولی شي.

د کرکټ ورځپاڼې اي اېس پي اېن ترمخه د رچرډسن د قوله ویلي ؤ په دغه اړوند ورته کوم ليک نه دی ترلاسه شوی.

د نړيوال کپ ۲۰۱۹ په سياليو کې د پاکستان او هند سیالي په ۱۶م جون ټاکل شوې ده.

يوه اوونۍ وړاندې په ۱۴م فرورۍ د هندي کشمير په پلوامه سيمه کې په هندي ځواک ترسره شوي ځانمرګي بريد کې ۴۹ سرتيري وژل شوي وو.

د بريد زمه واری جېش محمد ډلې منلې او هند يې تور په پاکستان لګولی خو پاکستان يې تورونه رد کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG