لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: د ملي امنيت د کمېټۍ په غونډه کې هند ته د کوټلي ځواب ويلو دپاره پوځ ته واک ورکړی شوی


د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د ملي امنيت د کمېټۍ په غونډه کې وسله والو ځواکونو ته واک ورکړی شوی چې د هند هر ډول اقدام ته دې کوټلی ځواب ورکړي.

د پاکستان د ملي امنيت د کمېټۍ دا غونډه د هند لخوا په پاکستان د تورونو لګېدو وروسته شوې ده.

په ۱۴م فرورۍ د هندي کشمیر په پلوامه سيمه کې په يو ځانمرګي بريد کې ۴۹ هندي سرتيري وژل شوي وو.

د پلوامه د برید زمه واري جېش محمد ډلې منلې او هند يې تور په پاکستان لګولی خو پاکستان دغه تورونه رد کړي وو.

د پاکستان د دولتي رسنیو ترمخه په غونډه كښې د پلوامه د پېښې نه وروسته د جیو سټراټيجكي او د ملي امنيت په چاپيرچل شوی دی.

په غونډه کې ويل شوي چې د پاکستان ریاست د پلوامه په پېښه كښې په هيڅ صورت ككړ نه دی د دې پېښې پلان او عملي کول په ځائې كچه شوي دي.

ويل شوي پاکستان د پېښې د پلټنو وړانديز كړی او د ترهګرۍ پشمول په نورو شخړو يې د خبرو اترو ويلي دي.

پاکستان ويلي که هند ورته د پلوامه د بريد په اړوند کوم کوټلی ثبوت ورکړو نو د پاکستان ریاست به د خپلې خاورې كارولو په اړوند د ككړو كسانو پرضد عملیات وکړي.

د پلوامه د بريد وروسته د هند وزيراعظم نريندرا مودي د پاکستان پرضد سخت بيان ورکړی او ویلي يې ؤ څوک چې د هند د بربادولو سوچ کوي هغه دې پرېږدي.

او بيا د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پلوامه په بريد کې د پاکستان د ککړتيا تورونو ته رسمي غبرګون ویلی ؤ چې که د هند سره ثبوت وي پاکستان ته دې ورکړی او زیاته کړې يې ده که هند په پاکستان بريد کوي بې د سوچ نه به ورته ځواب ورکولی شي.

XS
SM
MD
LG