لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهند برید ته پاکستان کې څنګه غبرګون ښودل شوی؟


دهند لخوا پاکستان کې دترهګرو د ځالو په نخښه کولو ددعوې وروسته پاکستان کې مخالفو سیاسي ګوندونو اؤ مدني فعالانو په دغه برید سخت غبرګون ښکاره کړی اؤ دپارلیمان دګډې غونډې رابللو غوښتنه یې کړې ده.

حکومتي غبرګون

دپاکستان د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د لوړې کچې یوه غونډه روانه ده چې پکې دهندي الوتکو پاکستان ته په ور اوښتو اؤ له هغې وروسته په رامینځته شوي وضعیت غور کیږي.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي پاکستان ته دهندي الوتکو له راننوتلو وورسته اوس پاکستان هم هند ته دځواب ورکولو حق لري.

خو په ټولنیزو رسنیو مدني فعالانو دپاکستان په حکومت اؤ امنیتي ځواکونو ټکونه کړي چې څنګه دپاکستان خاورې ته هندوستاني الوتکې راننوتلې،بمونه یې وغورځول اؤ بیا خپل هیواد ته ستنې شوې؟

دهندوستان دبهرنیو چارو سکتر دسه شنبې په ورځ دعوه کړې چې هندوستاني الوتکو دپاکستان په بالاکوټ سیمه کې دجیش محمد په نوم دترهګرې ډلې تر ټولو ستر مرکز باندې بمونه غورځولي اؤ‌ تباه کړی یې دی.

دپاکستان سیاسي قیادت څه وایي؟

په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر شهباز شریف ویلي که هند جګړه پیل کړه نو پاکستان به خپل بیرغ په نوي ډیلي ځړوي ،

هغه دهند په وزیراعظم غږ وکړو چې باید دهوش نه کار واخلي اؤ د سیمې امن دې د جګړې اور ته نه غورځوي.

دپاکستان د پیپلز ګوند مهم مشر اؤ په قامي اسمبلۍ کې داپوزیشن پخواني لیډر سید خورشید شا د نهې په ورځ پارلیمان ته ویلي وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې که دهند له لوري تیری وشو نو مونږ به سوچ نه کوؤ بلکې ځواب به ورکوؤ ، اوس مونږ دجنګ حالت ته ننوتلي یو باید پارلیمان په ګډه پرېکړه وکړو چې څه کول پکار دي؟

هغه وویل "هندوستان زمونږ خاورې ته ۴۰کلیو میټره راننوتلی باید مونږ ۸۰ کیلو میټره ورننوځو "

دمسلم لیګ نواز ډلې مشر اؤ دبهرنیو چارو پخواني وزیر خواجه اصف وویل "دسیاسي اختلافونو باوجود دپاکستان دپاره مونږ ټول یؤ یو ځکه چې دا مونږدپاره د ژوند اؤ مرګ مسله ده باید په سمدستي توګه د دواړو ایوانونو ګډه غونډه راوبلل شي"

دپاکستان دپارلیماني چارو وزیر علي محمد خان پارلیمان ته ویلي چې هند دشپې په تیاره کې دبزدلۍ کارروایي کړې ده، زمونږ دامن هیله باید زمونږ کمزوري ونه ګڼل شي .

هغه ګواښ وکړو چې پاکستان دځواب ورکولو په هنر پوهیږي اؤ که هند له خپلو کړنو لاس وانه خستلو نو په زرګونو ټوټو کې به وویشل شي.

دعوامي نیشنل ګوند غړي امیر حیدر خان هوتي ویلي مونږ به د حکومت سره اختلافونه لرو خو کله چې دهیواد دسلامتۍ خبره راشي نو بیا راته تر ټولو مهم هیواد دی اؤ خپلو کې به یو موټی یو.

هغه غوښتنه وکړه چې دپارلمان ګډه غونډه دې راوبلل شي اؤ ورته دې دپوځ مشران هم راوبلل شي ترڅو پاکستان یوه کوټلې پرېکړه وکړي.

په ټولنیزو رسنیو چرته نیوکې چرته ستائنې

خو په سوشل میډيا بیا ګڼ شمیر فعالینو دپاکستان په امنیتي ځواکونو اؤ حکومت ریشخند وهلی چې چغې یې ډیرې وهلې چې که هند حمله وکړه نو دا به وکړو اؤ هغه به وکړو خو اوس هندي الوتکې پاکستان راننوتلې،برید یې هم وکړو اؤ پاکستاني ځواکونو ورته هیڅ ځواب ونه ویل شو.

پاکستانۍ خبریالې عاصمه شیرازي په ټوئټر لیکلي “دهندوستان الوتکې زمونږ حدودو ته راواوښتې ،زمونږ د کشمیر څخه په راتیریدلو تر دخیبر پښتونخوا بالاکوټ راورسیدلې زما ساده پوښتنه داده چې ولې هغه زمونږ نه ستنې شوې؟”

په ټولنیزو رسنیو دهندوستان کڼ شمیر مدني فعالانو په دې برید دخپل پوځ ستائنه کړې اؤ ویلي یې دي چې دهندوستان الوتکو په پاکستان نه بلکې په ترهګرو برید کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG