لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند جنګي الوتکو د خېبرپښتونخوا د بالاکوټ په جبه کې بمونه غورځولي، د پوځ وياند


د پاکستان د پوځ وياند وايي، د هند جنګي الوتکو د خېبرپښتونخوا د بالاکوټ سيمې په جبه کې څلور بمونه غورځولي او تښتېدلي دي بريد يې نه دی کړی.

مېجر جنرل اصف غفور وويل هند دروغ ويلي چې جنګي الوتکو يې په بريدونو کې په سوؤنو ترهګر وژلي دي.

له دې وړاندې د هند د بهرنيو چارو سېکتر وجی ګهوکلی ويلي، هند په بالاکوټ کې د جېش محمدپه غټ روزنيز مرکز په هدف کړی دی، او په غټه شمېره کې يې د جېش محمد ترهګر، روزونکي، مشران او جهاديان چې خودکش ته تيارېدل، وژل شوي دي.

د هندي چارواکي په وېنا د بالا کوټ دا کېمپ به د جېش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر زوم يوسف اصغر استاز غوري چلولو.

هغه ويلي دا عملیات په ګڼ ځنګل کې د غره په څوکه جوړ کېمپ باندې شوي دي، او دا د ابادۍ نه لرې علاقه ده.

د پاکستان د پوځ وياند وايي هندي الوتکو په پوځي تاسيساتو بريد نه دی کړی او په څلور دقيقو کې هندي الوتکې پاکستان لوري ته راغلي او بيرته تللي دي.

هغه وويل په کوم حساب چې هندي الوتکې راغلې په هغه حساب ورته ځواب ورکړی شوی دی.

اصف غفور زیاته کړه هند دروغ ويلي دوي (پاکستان) به ورته رښتيا ځواب ورکړي هند دې د پاکستان د ځواب انتظار کوي.

له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ويلي، هند د پاکستان پرضد يرغل کړی او دې ته به ځواب ورکولی شي.

قرېشي ويلي ؤ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د ملي امنيت غونډې د هند دا ادعا رد کړه چې د بالاکوټ سره نزدې د ترهګرو کېمپ په هدف کړی شوی دی.

هغه ويلي په غونډه کې پرېکړه شوې چې پاکستان به وخت او ځای وټاکي او د هند دې يرغل ته به ځواب ورکړي.

د هند لخوا د بريد ادعا په داسې حال کې مخې ته راغلې چې په ۱۴م فرورۍ د هندي کشمير په پلوامه سيمه کې په هندي ځواک ځانمرګی بريد شوی او د ۴۰ نه زیات سرتيري يې پکې وژل شوي وو.

جېش محمد د بريد زمه واري منلې او هند يې تور د پاکستان په پوځ او استخباراتي اداره ايي اېس ايي لګولی ؤ.

د هند وزیراعظم نريندرا مودي د یاد بريد وروسته د پاکستان پرضد سخت بيان ورکړی ؤ.

پاکستان د هند دغه تورونه رد کړي او د هند نه يې د دغه بريد په اړوند ثبوتونه غوښتي وو.

خو ورسره نوموړي ګواښ کړی ؤ که هند په پاکستان بريد وکړو پاکستان به په دغې اړوند سوچ نه کوي او ځواب به ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG