لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند په پاکستان دخپلو سیندونو اضافي اوبه وتړلې


هندي چارواکو دعوه کړې ده چې دخپلو ختیزو سیندونو پینځه لکه اؤ ۳۰زره ایکړه اوبه یې په پاکستان بندې کړي اؤ دخپلو زمکو خړوبولو اؤ څښلو دپاره به یې ذخیره کوي.

دهند داوبو دچارو د مملکت وزیر ارجن میګوال رسنیو ته ویلي هند دختیرو سیندونو ستلیج،بیاس اؤ راوي څخه تر اوسه دپنځوؤ لکو اؤ۳۰زره ایکړه فټه اوبو مخه پاکستان ته دبهیدو څخه ګرځولې ده چې دغه اوبه به راجستهان اؤ پنجاب کې دڅښلو اؤ د زمکو خړوبولو دپاره پکار راوستل کیږي.

پاکستان په سمدستي ډول دهند په دغه اقدام خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی خو پاکستاني رسنیو دا دسندهـ طاس تړون څخه سرغړونه ګرځولې ده.

ارجن میګوال ویلي راوي،ستلیج اؤ بیاس دهند سیندونه دي اؤ دهغې نه د اوبو په کمولو د سندهـ تړون هیڅ سرغړونه نه ده شوې.

هندي میډیا دعوه کړې ده چې د مودي حکومت د پلوامه د برید په عکس العمل کې په سندهـ طاس تړون دخبرو دپاره دهند دپلاوي اسلام باد ته تجویز شوی سفر هم ځنډولی دی.

تیر کال دهند اؤ پاکستان د اوبو دکمیشن په غونډه کې دواړه هیوادونه په دې خبره صلاح شوي وؤ چې دسندهـ طاس تړون له مخې به ټاکل شوؤ دوه اړخیزه سفرونو ته دوام ورکول کیږي .

په ۱۴ فرورۍ دهند پلوامه کې په یو ځانمرګي برید کې د۴۴ؤ هندي سرتیرو له وژل کیدلو یوه اوونۍ وروسته دهند د اوبو د چارو وزیر نتین ګدکاري ویلي وؤ د هند حکومت فیصله کړې ده چې په پاکستان به د خپلې برخې اوبه بندوي.

د پاکستان او هند د اوبو شخړه ډېره زړه او پېچلې ده اؤ پاکستان تل په دغه اړوند د هند پر یواړخیزو ګامونو نیوکې کړي خو هند دریځ‌ لري چې دخپلو سیندونو اوبه په کومه توګه کاروي هغې نه د سندهـ طاس تړون هیڅ سرغړونه نه کیږي.

دسندهـ طاس تړون څه دی؟

د اوبو د ویش ددې تړون اړتیا په کال۱۹۴۸ کې هغه مهال ولیدل شوه چې دهند اؤ پاکستان د تاوژنو اړیکو له امله هند د خپلو ختیزو سیندونو اوبه په پاکستان وتړلې .

ددواړو هیوادونو ددغه تاؤ تریخوالي هواري دپاره نړیواله ټولنه رامنځته شوه اؤ په کال ۱۹۶۰ کې هند اؤ پاکستان د سیند تاس په نوم د اوبو د ویش تړون وکړو.

ددې تړون په اساس دا خبره فیصله شوې ده چې د “انډس بیسن” دشپږو سیندونو اؤ دې ته د ورماتو خوړونو داوبونه به څوک اؤ څنګه استفاده کوي؟

د تړون له مخې دسندهـ،جهلم اؤ‌ چناب دلویدیزو سیندونو ۸۰ فیصدي اوبه د پاکستان په واک کې ورکړل شوي چې ۱۳۳ ملین ایکړه فټ جوړیږي اؤ د راوي،بیاس اؤ ستلج په ختیزو سیندونو د هندوستان حق دی .

د سیند تاس تړون له مخې هند د لویدیزو سیندونو اوبو څخه هم استفاده کولی شي خو د سختو شرطونو پا اساس.

هند په دغو سیندونو دبرېښنا د تولید فابریکې (بجلي ګهر) هم جوړولی شي خو په دې شرط چې د سیند د بهیدو رفتار به پخپل ځایې وي اؤ دسیند د اوبو مخه به بل لوري ته نه تاوهل کیږي.

XS
SM
MD
LG