لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپي ایس ایل فائنل ته وتلو دپاره نن پېښور زلمي اؤ کوئټه ګلېډي ایټرز سخته مقابله کوي


دپاکستان سپر لیګ په کرکټ سیالیو کې فائنل ته د وتلو دپاره د پېښور زلمي اؤ کوئټه ګلیډي ایټرز لوبډلو ترمینځ نن چهارشنبه په کراچۍ کې دپلی اف پړاؤ پیل کیږي.

په سپرلیګ سیالیو کې یادو دواړو لوبډلو تر اوسه اووه،اووه سیالۍ ګټلي دي خو په اسکور بورډ دپېښور زلمي لوبډله په وړومبي اؤ کوئټه ګلیډي ایټرز په دویم پوزیشن ده.

ننۍ لوبه چې هره لوبډله وګټي هغه به ددې سیالیو فائنل ته ورسیږي خو که هرې ډلې وبائیلله نو ورته به دیوې بلې لوبې موقعه هم ورکول کیږي.

دپاکستان په وخت به د کوئټه ګلیډي ایټرز اؤ پېښور زلمي ترمینځ دا مهمه سیالي ماسخوتن اووه بجې پیل کیږي اؤ هره لوبډله چې لوبه کې ماتې وخوري نو هغې ته به دکراچۍ کنګز اؤ اسلام اباد یونائټیډ ترمینځ دکیدونکې سیالۍ ګټندویه لوبډلې سره سیالۍ ته وتل وي.

دپاکستان سپر لیګ په سیالیو کې پېښور زلمي اؤ کوئټه ګلیډي ایټرز ۱۴،۱۴، اسلام اباد یونائټیډ اؤ کراجۍ کنګز ۱۰،۱۰،ملتان سلطان اؤ لاهور قلندرز شپږ،شپږ پوائنټونه په لاس کې لري.

دکوئټه ګلیډي ایټرز لوبغاړی شین واټسن په دې سیالیو کې تر ټولو غوره توپ وهونکی یا بیټسمین ثابت شوی چې ۳۵۲ منډې جوړې کړي دي.

د پېښور زلمي لوبغاړی حسن علي په ۱۰ؤ سیالیو کې د۲۱ وکټونو ویاړ په لاس کې لري اؤ په باولرانو کې په وړومبي پوزیشن ولاړ دی.

بیټسمین کامران اکمل هم نه یوازې ۱۱ؤ سیالیو کې سنچري جوړه کړې ده بلکې ټولې یې ۳۵۳ منډې وهلي اؤ په دغو سیالیو کې یو ښه پوزیشن لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG