لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور زلمي او اسلام اباد يونايټډ د پي اېس اېل پايلوبې ته رسېدو دپاره سيالي کوي


د پاکستان سپرليګ (پي اېس اېل) پايلوبې/ فاينل ته د رسېدو دپاره نن د جمعې په ماښام د پېښور زلمي او اسلام اباد يونايټډ لوبډلې يو بل ته مخامخ کيږي.

دا سيالي به د پاکستان په وخت ماښام اووه بجې د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې پېل کيږي.

د کوټه ګلېډي اېټر لوبډله د وړاندې نه فاينل ته رسېدلې ده او نن چې کومه لوبډله سیالي ګټي په ۱۷م مارچ به د کوټې د لوبډلې سره مخامخ کيږي.

تېره شپه اسلام اباد يونايټډ د کراچۍ کنګز لوبډلې ته په څلورو وکټو ماتې ورکړې وه.

د کراچۍ کنګز لوبډلې لومړی بيټنګ کړی او ۱۶۲ رنزونه يې جوړ کړي وو. د اسلام اباد لوبډلې ټاکلی هدف په وروستي اوور کې په شپږو لوبغاړوسوځېدو پوره کړو او سیالي يې وګټله.

د اسلام اباد يونايټډ لوبډلې دوه ځله د پي اېس اېل اتلولي ګټلې او يو ځل د پېښور زلمي دا اتلولي په خپل نوم کړې ده.

په کال ۲۰۱۶م کې لمړۍ او په ۲۰۱۸ م کې درېمه او وروستۍ اتلولي د اسلام اباد لوبډلې او د ۲۰۱۷ اتلولي د پېښور لوبډلې په خپل نوم کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG