لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو وایي حکومت ورته دمرګ ګواښونه کړي دي


دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري تور لګولی چې حکومت کې شاملو د تندروه تنظیمونو دملاتړو وزیرانو د کوښه کولو په غوښتنه ورته دحکومت لخوا د وژل کیدو ګواښونه شوي دي.

دنهې په ورځ‌ ښاغلي بلاول بوټو زرداري په ټوئیټر لیکلي “ما دناچله ګرځول شوؤ تنظیمونو سره د تعلق لرونکو وزیرانو دګوښه کولو غوښتنه کړې وه خو حکومت ماته دهغې جواب د وژنې، ګواښونو اؤ دنیب د نوټسونو اؤ د هیواد دښمنه په ګرځولو راکړو،ولې دا هرڅه ما دخپل اصولي دریځ څخه نه شي پشا کولی”

دپیپلز ګوند مشر څو ورځې وړاندې غوښتنه کړې وه چې حکومت کې شامل ځینې وزیران د تندروه ډلو سره اړیکې لري اؤ هغوئ باید له حکومته وویستل شي.

د بلاول بوټو له دغې غوښتنې وروسته پرون دپاکستان د ریل دمحکمې مرکزي وزیر شیخ رشید یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې ویلي وؤ چې هغه دوه ځله بلاول بوټو بخښلی دی خو په دریم وار به یې ونه بخښي.

شیخ رشید ویلي وؤ "زه فخر کوم زه په جهاد یقین لرم، که د گاونډ د جومات امام... د مازدیګر د لمونځ په وخت ماته اعلان وکړي چې جهاد فرض شوی دی (نو) زه به (په) جهاد وځم"

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان حکومت په دې وروستیو کې دعوه کړې چې هیواد کې یې دتندروه ډلو په ضد عملیات پیل کړي اؤ‌ دډې ډلو یو شمیر مشران اؤ‌ فعالین یې نیولي دي.

بلاول بوټو زرداري ویلي که چرې حکومت غواړي چې د تندروه ډلو په ضد دعملیاتو د په اړوند حکومتي ګامونه ریښتوني وګڼي نو بیا دې هغه وزیران دحکومت نه وباسي چې دغه تندروه ډلو سره ژمنې کوي چې تاسو ته به هیڅ نه ویل کیږي.

دپیپلز ګوند مشر په ټوئټر د مرکزي وزیر شیخ رشید دیوې تندروه ډلې دفاع پاکستان کانفرنس جلسې ته د وینا انځور اؤ د خزانې د وزیر اسد عمر د بلې تندروه ډلې مشر انصارالامه د مشر مولانا فضل الرحمان سره د ملاقات ویډيو هم خپره کړې ده.

بلاول بوټو تر دې وړاندې د خزانې په مرکزي وزیر اسد عمر تور لګولی ؤ چې ټولټاکنو کې د تندروه ډلو په ملاتړ پارلیمان ته رسیدلی دی.

خو ښاغلي اسد عمر د بلاول بوټو تورونه رد کړي اؤ خبریالانو ته یې ویلي په ټولټاکنو کې دهغه ملاتړ یوازې هاغو ډلو کړی چې پخپله ترهګرۍ ځپلې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG