لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرداري اؤ بلاول بوټو دغبن اؤ ناقانونه پېسو تورونو کې پلټنو دپاره نیب ته وړاندې شوي


دپاکستان پیپلز ګوند مشران اصف علي زرداري اؤ بلاول بوټو زرداري هیواد نه د ناقانونه پېسو لیږدؤلو اؤ دولتي زمکې په قانونه توګه د ترلاسه کولو په تورونو کې نن په داسې حال کې داحتساب دملي ادارې یا نیب مخې ته دپلټنو دپاره وړاندې شوي چې ددغه ګوند په زرګونو فعالینو دحکومت دانتقامي کاروائیو اؤ نیب په ضد شعارونه ورکول.

دپیپلز ګوند مشران دعوه کوي چې د ښاغلي زرداري اؤ بلاول بوټو نیب ته د وړاندې کیدلو پر مهال پولیسو ددغه دګوند د ۲۰۰نه زیات فعالین نیولي دي.

په پینډۍ کې دنیب دپلټنو ډلې ته د پیپلز ګوند دمشرانو د وړانې کیدلو په مهال ددغه ګوند دفعالینو اؤ پولیسو ترمینځ نښتې هم شوي دي اؤ پاکستاني رسنۍ وایي چې نښتو کې ګڼ شمیر سیاسي فعالین اؤ پولیس ژوبل شوي هم دي.

دپاکستاني رسنیو له مخې اصف علي زرداري اؤ بلاول بوټو نه دپلټنو دپاره نیب ۱۶کسیزه ډله جوړه کړې ده چې دغه ډله د دواړو مشرانو نه هیواد نه بهر د لیږل شوؤ‌ پیسو اؤ اسلام اباد کې ددولتي زمکې په ناقانونه توګه دترلاسه کولو په اړوند پوښتنې کړي دي.

دچهارشنبې په ورځ دنیب ددفتر مخې ته دپیپلز ګوند دمشرانو وړاندې کیدلو په مهال ددغه ګوند په زرګونو فعالین ورټول شوي وؤ اؤ پولیسو هڅه کوله چې دفتر ته دهغوئ دننوتلو مخه ونیسي خو رسنۍ وایي چې د ټولو خنډانو باوجود دغه سیاسي فعالین د نیب دفتر ته ورننوتلي دي.

دپیپلز ګوند دپنجاب صدر قمر زمان کائره خبریالانو ته ویلي چې پولیسو ددوئ دګوند ۲۰۰ نه زیات فعالین نیولي اؤ ۵۰ یې لادرکه کړي دي.

دپاکستان په پخواني صدر اصف علي زرداري اؤ دهغه په زوئ تور دی چې د زداري د واکمنۍ په دوره کې دهغوئ کمپنۍ پارک لین اسټیټس پرائیوټ لمیټیډ داسلام اباد په یوه ګران بیه ساحه کې دولتي زمکه په ارزان نرخ په ناقانونه توګه ترلاسه کړې ده

نیب وایي پارک لین کمپنۍ کې نیم په نیمه برخه دهغه د اصف علي زرداري اؤ دهغه دزوئ بلاول بوټو زرداري ده.

نیب تیرکال ددسمبر میاشت کې پخپله یوه اعلامیه کې ویلي وؤ چې له پلټنو ورته معلومه شوې چې د مال محکمې اؤ داسلام اباد دپرمختیایي ادارې سي ډي‌ای ځېنو افسرانو په سازباز په قانونه ډول د ځنکل۱۱۸کناله اؤ۱۴مرلې دولتي زمکه پارک لین کمپنۍ ته ورکړې اؤ دې دپاره یې سرکاري ریکارډ هم ګډ وډ کړی دی.

خو د اصف علي زرداري اؤ بلاول بوټو وکیلان وایي ښاغلي زرداري اؤ بلاول بوټو د پارک لین کمپنۍ دمعاملو سره هیڅ تعلق نه لري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG