لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قبايلي ضلعو کې خاصه دار ځواک په پوليو کمپاين کې د برخې اخيستو نه بايکاټ کړی

په قبايلي ضلعو باجوړ، مومند او خېبر کې خاصه دار ځواک د پوليو په کمپاين کې د امنیتي ډيوټۍ ورکولو څخه بايکاټ کړی او ويلي يې دي د دوي د غوښتنو منلو پورې به ځواک د پوليو په ډيوټۍ کې برخه نه اخلي.

په مومندو کې د خاصه دار ځواک یو چارواکي پشم ګل ويلي چې دوي په سيمه کې قربانۍ ورکړي خو د قبايلي ضلعو په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو وروسته اوس د دوي د پامه غورځول کیږي.

هغه ويلي خاصه دار او ليويز په قبايلي سيمو کې پولیس نه مني او غوښتنه کوي چې د پوليس واک اختيار او اسانتياوې دې دوي ته ورکړی شي.

دغه ډول په باجوړ کې هم خاصه دار او ليويز ځواک د پولیو په کمپاين کې احتجاجا د امنيتي ډيوټۍ څخه انکار کړی دی.

د باجوړ ضلعې د صحت د محکمې مشر ډاکټر وزير خان صافي ويلي د ضلعې د مرکزي خار تحصيل سره په نورو اووه تحصيلونو کې د امنيتي ساتونکو نه د نشتوالي له امله نن د ګل/ دوشنبې په ورځ د پوليو کمپاين نه دی پېل کړی شوی.

په خېبر ضلع کې هم ويل شوي خاصه دار ځواک د خپلو غوښتنو منلو په موخه د پولیو کمپاین د ډیوټۍ نه بايکاټ کړی دی.

خو ويل شوي په مومندو او خېبر په ځينو برخو کې د پوليو کمپاين شوی او اېف سي ځواک د پولیو ټيمونو سره ډيوټي ترسره کړې ده.

خاصه دار وايي دوي د پولیو څاڅکو مخالف نه دي خو د دوي غوښتنې دې ومنل شي.

دوه اوونۍ وړاندې د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې خاصه دار ځواک د تنخاګانو د نه مېلاوېدو په سر احتجاجا د ډیوټۍ نه انکار کړی ؤ، خو د انتظاميې د باور وروسته دوي بيا د احتجاج نه لاس اخيستی ؤ.

د وي او ای اردو د خبر ترمخه د پوليو پروګرام دپاره د وزیراعظم ځانګړي وياند بابر بن عطا ويلي د بده مرغه د پولیو څاڅکو د کمپاين په لړ کې اوس دولتي ځواک او نور خلک خپلې غوښتنې مني او په حکومت فشار اچوي.

د پاکستان د قبايلي ضلعو په ګډون د خېبرپښتونخوا او بلوچستان سره د ملک په ۹۷ ضلعو کې د پولیو ضد څاڅکو درې ورځنی کمپاين نن د ګل/ دوشنبې په ورځ پېل کړی شوی دی.

په پاکستان کې د پوليو ضد پروګرام ترمخه د هېواد په ۹۷ ضلعو کې د پينځه کالو نه کم عمر ماشومان چې شمېره يې د ۲۰ ملينو نه سېوا ده، د پوليو وايرس د ګواښ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG