لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسد عمر:دګیس اؤ بجلۍ بیعې به پړاؤ په پړاؤ نورې هم لوړې کړل شي


دپاکستان دخزانې وزیر اسد عمر دنړیوالې مالیاتي پنګې(ایي ایم ایف) څخه پور ترلاسه کولو ته هیله مندي ښودلې ده خو ددې ترڅنګ یې ویلي چې په پاکستان کې به پړاؤ په پړاؤ د ګیس اؤ بجلۍ بیعې نورې هم لوړولی شي.

ټاکل شوې ده دایي ایم ایف نوی مشر ارنیستو ریمیریر ریګو پاکستان ته دخپل سفر په مهال نن دنهې په ورځ دپاکستان دخزانې وزیر اؤ نورو چارواکو سره پاکستان پاکستان ته د ورکړل کیدونکو پورونو په شرطونو خبرې کوي.

دخزانې وزیر اسد عمر اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي چې دتیرو څلورو میاشتو راهسې ایي ایم ایف سره دپاکستان خبرې روانې دي اؤ په دې خبرو کې پخپل دخپل دریځ څخه نه دی پشا شوی بلکې نړیوالې مالیاتي ادارې پخپل دریځ کې نرمښت راوستی.

ایي ایم ایف پاکستان ته د پورونو ورکولو دپاره دبجلۍ اؤ ګیس په مد کې دحکومت لخوا د ورکړل کیدونکې سبسډي ختمولو ترڅنګ دنوؤ ټیکسونو لګولو شرط هم ایښی دی .

خو دخزانې وزیر وویل چې پړاؤ په پړاؤ به دګیس اؤ بجلۍ بیعې لوړولی شي ولې په دغه مد کې ورکړل کیدونکې سبسډي (دولتي پیسې) به سم د واره په ځل نه ودرول کیږي.

په پاکستان کې وړاندې نه د بجلۍ اؤ ګیس د لوړو بیعو څخه عام ولس سر ټکولو خو تیرکال دجون دمیاشتې څخه دتحریک انصاف دحکومت جوړیدلو راپدیخو څو کرته د بجلۍ اؤ ګیس بیعې نورې هم لوړې کړل شوي دي.

دخزانې وزیر د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت غورځولو اشاره هم ورکړې ده اؤ ویلي یې دي چې حکومت به دکرنسۍ دتبادلې نرخونه نه کنټوولوي.

دپاکستان دولتي سرچینې احتمال ښایي چې داپریل په دریمه اوونۍ کې به ایي ایم ایف اؤ‌ پاکستان دپور په سر یو غوڅ تړون ته ورسیږي .

تیره اوونۍ د بلومبرګ پاکستان اقتصادي فورم ته خپله وینا کې دپاکستان د سټېټ بانک مشر طارق باجوه ویلي وؤ‌ چې له بهرنیو پورونو د ژغورل کېدو له کبله پاکستان دې ته اړتیا لري چې له ایي ایم ایف څخه پور واخلي.

هغه ویلي وؤ که څه هم په داسې حال کې د هېواد اقتصادي وده ورو کېدی شي خو وروسته بیرته ښه کېدی شي.

اقتصادي پوهان وایي، د سټېټ بېنک دغه ژمنې له حقیقت سره سمون نه خوري، ځکه چې وایي مرکزي حکومت باید د اقتصادي بحران د ختمېدو لپاره پخپلو اقتصادي تګلارو کې بدلون راولي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG