لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ یوې نیمې میاشتې دپاره دنوازشریف په ضمانت دخوشې کولو امر وکړو


دپاکستان سترې محکمې دغبن په تور دبندي دهیواد دپخواني وزیراعظم نوازشریف دیوې نیمې میاشتې دپاره په ضمانت دپرېښودلو امر کړی خو ویلي یې دي چې په دې موده کې به نوازشریف دهیواد نه بهر نه شي تللی .

دپاکستان دسترې محکمې دمشر قاضي اصف سعید کهوسه په مشرۍ د محکمې درې کسېزې څانګې د نهې په ورځ دنوازشریف په ضمانت د پرېښودلو دعریضې اورېدنه کړې ده.

پخوانی وزیراعظم نوازشریف چې دغبن په تور دا مهال په زندان کې دخپل اووه کلن بند موده پوره کوي، د زندان دننه یې دعلاج نه انکار کړی ؤ اؤ دپاکستان دحکومت مخالفو سیاسي ګوندونو د وړاندې نه په ډاګه کړی وه چې که په نوازشریف څه چل وشو نو دا به یوه باقاعده وژنه ګڼل شي اؤ ذمه وار به یې حکومت وي.

دنوازشریف په ضمانت دخوشې کولو دخواست اوریدنې په مهال د نوازشریف وکیل ښاغلي خواجه حارث دمحکمې نه وغوښتل چې نوازشریف په زندان کې دبیلابیلو ناروغیو ښکار دی اؤ دعلاج دپاره باید هغه د دوؤ میاشتو په ضمانت خوشې کړل شي.

سترې محکمې د دؤؤ میاشتو پځائ د یوې نیمې میاشتې دپاره په طبې بنیادونو دنوازشریف دخوشې کولو خواست ومنلو اؤ پخپله لنډه پرېکړه کې یې ویلي د نوازشریف د ضمانت موده د اوږدیدلو وړ ده.

تر دې وړاندې دعریضې اوریدنې په مهال د سترې محکمې مشر قاضي اصف سعید کهوسه د نوازشریف وکیل ته ویلي” تاسو د نوازشریف دعلاج دپاره دهغه ضمانت غواړئ اؤ مونږ کولی شو چې دپاکستان په هر ښه روغتون کې دهغه دعلاج امر وکړو”

وکیل خواجه حارث محکمې ته ویلي چې د نوازشریف ژوند په داؤ لګیدلی دی،کله چې یې درملنه بشپړه شي نو پخپله به بیا ځان محکمې ته وسپاري.

د نوازشریف وکیل محکمې ته د هغه دیو بهرني ډاکټر لارنس لیک هم ښودلی چې پکې دهغه دناروغۍ اؤ علاج په اړه وړاندیزونه وؤ خو مشر قاضي ددغه لیک په قانوني اړخ پوښتنه راولاړه کړې ده.

مشر قاضي ویلي چې ډاکټر لارنس دا لیک محکمې ته نه بلکې عدنان نومې یو بل تن ته لیکلی اؤ داهم نه ده معلومه چې دا لیک اصل دی که نا؟

د نوازشریف وکیل محکمې ته ویلي چې پینځوؤ طبې بورډونو یا ډلو دنوازشریف د طبیعت جاج اخستې اؤ هر بورډ وړاندیز کړی چې دهغه علاج باید په روغتون کې وشي.

هغه ویلي نوازشریف د زړه،پختورګو اؤ شوګر په رنځونو اخته دی اؤ سوچونو هم خراب کړی دی ځکه نو باید محکمه هغه علاج دپاره په ضمانت خوشې کړي.

سرکاري وکیل په دغه موقعه د نوازشریف په ضمانت دخوشې کولو کلک مخالفت کړی خو محکمې دیوې نیمې میاشتې دپاره دهغه په ضمانت دخوشې کولو امر وکړو.

په اسلام اباد کې د احتساب عدالت د دسمبر په ۲۴م نېټه نوازشریف ته د العزيزيه په قضيه کې د اووه کاله بند او د درې نيم اربه روپو نه سېوا د جرمانې سزا اورولې وه.

له دې وړاندې د پانامه په قضيه کې د احتساب عدالت د لس کاله بند سزا اورولې وه خو وروسته د اسلام اباد هايکورټ دغه فېصله ځنډولې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG