لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان شکتوي علاقه د ژوند هيڅ ډول بنيادي اسانتياوې نه لري


د راه نجات په نوم عملياتو وروسته شکتويۍ نزدې يو کال کيږي چې خلاصه شوې ده
د راه نجات په نوم عملياتو وروسته شکتويۍ نزدې يو کال کيږي چې خلاصه شوې ده

د جنوبي وزيرستان شکتوي علاقه چې د شمالي وزيرستان سره په پوله پرته ده، د سيمې خلک وايي يو کال کيږي چې د سيمې نه کډوال شوي خلک بيرته ستنيږي خو دغلته د ژوند هيڅ ډول بنیادي اسانتياوې نشته.

د شکتويي سره تعلق لرونکی ځوان ۲۶ کلن صدام حسېن چې د سيمې نه اووه کاله وړاندې سره د کورنۍ کراچۍ ته کډوال شوی، وايي په علاقه کې نه سکول، هسپتال او نه بل پرمختيايي کار شوی چې د خلکو ژوند يې اسان کړی وي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د سړک د نشتوالي له امله د سيمې خلک په ځانګړي ډول د ناروغانو درملنې له بوتلو په وخت د سختو ستونزو سره مخامخ کيږي.

او وايي چې ناروغه تن د شکتويي نه ټانک يا بنو ته روغتون ته بوتلل کيږي حالات يې ډېر خراب شوي وي.

يو بل تن سعيدالله وايي په سيمه کې د ماشومانو د زده کړو هډو څه انتظام نشته او د هغه په وېنا د علاقې ۹۸ فيصده ماشومان د سکولونو نه بې برخې پاتې کيږي.

هغه وويل که څه هم په سرکاري کاغذونو کې په سیمه کې سکولونه موجود دي خو ادعا کوي هیڅ وجود نه لري.

د شکتويۍ حاجي محمد وايي که څه هم د کډوالۍ وروسته دوي بيرته علاقې ته ستانه شوي خو په علاقه کې د روزګار هيڅ سرچينه نشته او د علاقې خلک اوس هم مسافرۍ کوي او د مسافرۍ په ګټه وټه يې کورنۍ ګوزاره تېروي.

د شکتويۍ سره تعلق لرونکي کسان وايي د دوي سره د انتخاباتو د کمپاين په مهال د سيمې نه د قامي اسمبلۍ منتخب شوي غړي وعدې کړې وې چې په علاقه کې به پرمختيايي کارونه وکړي خو تراوسه يې هیڅ کار نه دی کړی.

د سیمې نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړی مولانا جماالدين وايي د شکتويۍ د خلکو مسلې سل په سله سمې دي او اعتراضونه يې په ځای دي.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په وروستي ځل چې په خپله علاقې ته تللی درې ساعته پېدل سفر يې کړی ؤ.

هغه زياته کړه د شمالي وزيرستان نه دغه علاقې ته جوړه کچه لاره تړل شوې او په سیمه کې د راه نجات په نوم عملياتو وروسته دا علاقه نزدې يو کال کيږي چې خلاصه شوې ده.

د راه نجات په نوم عمليات په کال ۲۰۰۹م کې ترسره شوي وو.

مولانا وايي هغه هڅه کوي چې د علاقې د پرمختيا دپاره پروژې راوړي او لمړی کار به يې علاقې ته سړک جوړول وي، او چې کله سړک جوړ شي نوره ترقي به په خپله ورسره راشي.

د شکتويۍ سره تعلق لرونکي ځوانان وايي دوي د تېرو ۲۰ ورځو راهسې په سوشل ميډيا احتجاجي کمپاين روان کړی او اراده لري چې په ټانک يا د قامي اسمبلۍ د غړي د کور مخې ته احتجاجي پرلت پېل کړي.

د شکتويۍ سره د تعلق لرونکو خلکو په وېنا سيمه نزدې ۷۰ زره ابادي لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG