لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دولت:دعمران خان بیانونه دافغانستان چارو کې ښکاره لاسوهنه ده


دافغانستان حکومت دپاکستان د وزیراعظم عمران خان لخوا په دریم کرت هم افغانستان کې دلنډمهاله حکومت په اړوند څرګندونې دافغانستان چارو کې دپاکستان لاسوهنه ګرځولې اؤ په عمران خان یې غږ کړی چې دغیر ذمه دارانه څرګندونو څخه باید ډډه وکړي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان د جمعې په ورځ قبائیلي ضلعه خیبر کې یوې ولسي جلسې ته په وینا کې ویلي وؤ افغانستان کې باید د ولسمشرۍ دټاکنو نه وړاندې یو لنډ مهاله حکومت جوړ کړل شي.

تر دې دوه کرته وړاندې هم عمران خان افغانستان کې دلنډ مهاله حکومت ملاتړ کړی ؤ چې افغان دولت په دغو څرکندونو سخت غبرګون ښودلی ؤ اؤ دا یې د پاکستان دلوري دافغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ګرځولې وه.

خو پرون چې کله په دریم وار عمران خان افغانستان کې دلنډ مهاله حکومت دملاتړ په اړوند څرګندونې کولې نو ویلي یې وؤ “زه افغانستان ته د ورورۍ مشوره ورکووم ، دا مداخله نه ده”

دخالي په ورځ دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند امریکا غږ اشنا ته ویلي “موږ هیله من یو چې ښاغلی عمران خان د افغانستان په اړه له غیر مسؤلانه څرګندونو ‌څخه ډډه وکړي او په افغانستان کې د لاس وهنې پالیسي ختمه کړي”

دبهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي پاکستان ته پکار دي چې دیو خپلواکه هیواد په توګه دافغانستان خپلواکۍ ته درناوی ولري چې دا دپاکستان، افغانستان اؤ ټولې سیمې په ګټه ده.

هغه د عمران خان تازه څرګندونې دافغانستان چارو کې دپاکستان لاسوهنه بللې ده اؤ ویلي یې دي افغانستان هیله نه لرله چې په دریم ځل به هم عمران خان داسې بې مسولیته څرکندونې تکرار کړي.

تر دې دمخه چې عمران خان افغانستان کې دلنډمهاله حکومت جوړؤلو غوښتنه کړې وه نو پاکستان نه یوازې کابل کې دپاکستان دسفارت استازی احضار کړی ؤ بلکې د نااعلانه احتجاج په توګه یې داسلام اباد څخه خپل سفیر هم کابل ته بیرته بللی ؤ.

په افغانستان کې دلنډ مهاله حکومت موضوع وروسته له هغې توده شوې چې تیره میاشت قطر کې افغان سولې دپاره دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمینځ د اوږدو خبرو نه وروسته نړیوالو رسنیو دعوې وکړې چې دقطر خبرو کې دواړه خواخوې افغانستان کې دیو لنډمهاله حکومت په جوړولو صلاح شوي دي.

خو امریکا ا‌ؤ طالبانو دواړو سپینه کړې ده چې د قطر په مزاکراتو کې هیڅ تړون نه دی شوی اؤ نه هم په لنډ مهاله حکومت موافقه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG