لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسد عمر: د هېواد د آمدن په نسبت د قرضو زیاتېدونکې شرحه خطرناکه ده


واشنګټن ــــ د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر د هېواد د آمدن په پرتله د قرضو مخ په زیاتېدونکې 73.5 فیصده شرحه خطرناکه بللې او ویلي یې دي چې د هېواد د مالي نظام اډاڼه ټوله ماته ده.

اسد عمر د ای ایم ایف له چارواکو سره د قرضې پر سر د خبرو لپاره واشنګټن ته تر راتګ مخکې په پاکستان کې خبري غونډې ته ویلي، مالي توله به برابروي خو وایي د تحریک انصاف حکومت د مودې ختمېدو په وخت به هم دا شرحه تر 70 فیصده پورې وي.

د پیداوار او د قرضو د پېټي تر منځ د توپیر په اړه د پاکستان د خزانې د وزیر ورکړل شوې شمېره د نړیوال بېنک د اټکلونو سره سمون نه خوري. نړیوال بېنک وایي چې د روان کال تر جون میاشتې پورې به د پاکستان د پورونو پېټی د کلني پیداوار په پرتله 83 فیصده ته ورسېږي.

اسد عمر دغه په دې خبري غونډه کې د هېواد پر اقتصادي چارو ډېره مایوسي څرګنده کړه او ویې ویل چې د آمدن اکثره برخه د قرضو په سود کې ورکول کېږي، ځکه خو قرضې نه ختمېږي.

د خزانې وزیر وایي په خساره یا تاوان کې د تولې راوستلو لپاره به ګامونه اخلي. د مېډیا د رپوټونو تر مخه هغه وایي:

"که په لنډه یې ووایم د خسارو کمولو لپاره چې به په مالي اډاڼه کې کوم بدلونونه کېږي، نو غریب او کمزوری به ډېر زیات ورسره اغېزمن کېږي".

له مېډیا سره په خبرو کې د خزانې د وزیر په ځینو ویناوو کې تضاد ښکاري، نوموړي ویلي چې په مالي نظام کې د بدلونونو له امله به غربت او بې روزګاري زیاته وي خو بیا وایي چې حکومت به 1 کروړ خلکو ته روزګار ورکوي. د حکومت په دغه دعوه له مخکې نه نیوکې کېږي او اپوزیشن ګوندونه وایي، چې د روزګار ورکولو په اړه د حکومت دعوې دروغ دي.

ښاغلي عمر ویلي د مرکز او صوبو تر منځ د همکارۍ ښه کولو لپاره یې د مالي بورډ جوړولو فیصله کړې. هغه وایي دا کار یې د ای ایم ایف په غوښتنه کړی.

ای ایم ایف له پاکستانه دا هم غوښتل چې په مالي کال کې دننه د سېوایي بجټونو اعلانونو اختیار به له پارلمان سره وي. د خزانې وزیر وایي، د ای ایم ایف دغه غوښتنه یې منلې او په راتلونکي کې د نرخونو کمولو زیاتولو په اړه اضافي بجټ به له پارلمان نه منظورېږي.

د خزانې وزیر په خبرو کې دا اشاره هم ورکړې چې پاکستان به خپلو غربي ګاونډیانو ته هند سره د تجارت کولو لپاره لار ورکوي.

ښاغلي عمر د پاکستان حکومتي بېنک ته د نور اختیار ورکولو ژمنه هم کړې ده. دا یې ځکه ویلي چې نوموړي د ډالر په مقابله کې د روپۍ په ارزښت کې د کمي په اړه وضاحت ورکاوه. هغه ویلي درنه پیسه د دې نخښه نه ده چې ګنې اقتصاد ښه دی.

په پاکستان کې د بهرنیو کرنسیو په مقابل کې د روپۍ بیه او د بېنکي قرضونو د سود کچه سټېټ بېنک ټاکي. اقتصادي ماهرین فکر کوي چې سټېټ بېنک ته زیات اختیار ورکول ښیي چې د روپۍ ارزښت کېدای شي نور هم کم شي. د هېواد د خزانې پخوانی وزیر اسحق ډار مخکې ویلي وو، چې کېدای شي د ډالر په مقابل کې روپۍ بیه 160 ته ورسېږي، خو د خزانې اوسني وزیر ویلي وو، حکومت ای ایم ایف سره د روپۍ د بیې حد نه دی ټاکلی.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG