لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:دسخت طوفان اؤ باران له امله شپږ کسان مړه اؤ ۵۰ژوبل شوي


دپاکستان دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې دنهې یا سه شنبې په ورځ د راغلي تیز طوفان اؤ‌بارن له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي اؤ تر ۵۰ؤ زیات نور ژوبل شوي دي.

دنهې په ماذیګر دپښتونخوا په سرښار پېښور،مردان،چارسده، صوابۍ،خیبر ،کوهاټ، ډیره اسماعیل خان اؤ نورو سیمو کې یو ناڅاپه په اسمان تورې وریځې خورې اؤ تیز طوفان نه روسته شړق شیبې باران پیل شو چې دغه طوفان اؤ باران ونې له بیخه ویستي، دکچه کورونو بامونه اؤ دیوالونه یې غورځولي اؤ لوحې یا بورډونه یې رانسکور کړي دي.

دقدرتي افتونو په وخت دمرستو ادارې پي‌ ډي‌ ایم ای وایي د طوفان اؤ باران له امله درې کسان په پېښور،دوه په صوابۍ اؤ یو په کوهاټ کې مړه شوي دي.

دپښتونخوا د صحت محکمې چارواکو ویلي په ژوبلو کې ۱۷ کسان شیرپاؤ هسپتال،۱۳ جرنیلي هسپتال اؤ ۱۲ پوځي هسپتال (سي ایم ایچ ) ته رسول شوي دي.

پي‌ ډي‌ ایم ای وایي طوفان اؤ باران ګڼو ودانیو ته زیان رسولی اؤ‌په لسګونو ژوبل شوي کسان دصوبې بیلابیلو هسپتالونو ته رسول شوي دي.

دخیبر ضلعې ډپټې کمشنر مسعود اسلم رسنیو ته ویلي په خیبر کې هم دطوفان له امله د یو کور ددیوال غورځیدو له امله د برکت شاه په نوم نهه کلن ماشوم مړ شوی اؤ په بیلابیلو سیمو کې ځېنې نور کسان ژوبل شوي چې دعلاج دپاره د جمرود روغتون ته رسول شوي‌ دي.

دغه طوفان د پېښور اؤ نورو سیمو دبجلۍ نظام هم ګدوډ کړی اؤ دپېښور دبجلۍ د رسد اداره پیسکو وایي چې ۱۹۱ فیډرو ته یې زیان اوښتی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG