لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:اسیه بي بي به څو اوونیو کې له هیواده اوځي


دپاکستان وزیراعظم عممران خان وایي دمذهب د سپکاوي په تور له بنده خلاصه شوې عیسوي میرمن اسیه بي بي په پاکستان کې خوندي ده اؤ په څو اوونیو کې به دهیواد څخه بهر لاړه شي.

برتانوي خبري شبکې بي بي سي ته وزیراعظم عمران خان ویلي هغه په دې میډیا سره خبرې نه کول غواړي چې د اسیه بي بي په څو اوونیو کې دهیواد نه دباندې لیږلو فیصله هغه پخپله کړې ده که نا؟

عیسوي مذهبې اسیه بي بي ته د مذهب د سپکاوي په تور نومبر کال ۲۰۱۰م کې محکمې دتیزندۍ سزا اورولې وه خو دهغې وکیلان دریځ لري چې اسیه بي بي دمذهب سپکاوی نه دی کړی بلکې دبغض اؤ کېنې په اساس پرې دغه تور لګول شوی ؤ.

تېر کال د اکتوبر په ٣٠مه نېټه سترې محکمې د دوو ښکتنیو محکمو هغه فېصلې رد کړې وې چې د مذهب د سپکاوي په تور یې د عیسايي مذهب منونکي آسیه بي بي ته د مرګ سزا اورولې وه اؤ دهغې دخوشې امر یې کړی ؤ.

دخبري اژانس روئټرز له مخې پخپله یوه بله مرکه کې عمران خان ویلي که چرې هند کې کیدونکو ټولټاکنو کې نریندر مودي بیا بریالیتوب ترلاسه کړو نو دامن مذاکراتو دلړۍ بیا پیل کیدلو ښه فرصت به ترلاسه شي.

دعمران خان په وینا که چرې کانګریس ټولټاکنې وګټلې نو کیدای شي هغوئ پاکستان سره دکشمیر دشخړې هواري کې لږ شان یرزړي وي ځکه چې هغوئ به دکیڼ لاسو ګوندونو دغبرګون څخه ویریږي.

خو هغه وایي که بي جی پي ټولټاکنې وګټلې نو هغه پخپله یو کیڼ لاسی ګوند دی اؤ کیدای شي دکشمیر د شخړې دهواري څه لاره راوباسي.

هغه ویلي چې دهند اؤ پاکستان ترمینځ یوازې ستره شخړه چې هواري ته اړتیا لري دکشمیر ده اؤ دغه شخړه یوازې دخبرو دلارې هواریدلی شي

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG