لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شانګلې نورڅلور خواري کښ د سکرو په کان کې مړه شوي


د شانګلې ضلعې سره تعلق لرونکي څلور خواري کښ نن د شورو، چهارشنبې په ورځ په دره ادم خېل سيمه کې د سکرو په کان کې مړه شوي دي.

شانګلې ضلعې ته پرون د نهې، سه شنبې په ورځ هم په کوټه کې د سکرو په کان کې د مړه شوؤ دوه خواري کښو جسدونه وړل شوي وو.

ننۍ پېښه د دره ادم خېلو په کلاخېل سيمه کې رامنځه شوې او د سکرو په کان کې د زهرجن ګېس جمع کېدو له امله څلور خواري کښ مړه شوي دي.

د شانګلې ضلعې مرستيال کمشنر فياض شېرپاؤ د يادې پېښې پخلی کړی دی.

د وي او ای ډيوه خبريال احسان محمد خان وايي کمشنر ورسره په دغه اړوند غږېدلی چې د خواري کښو د جسدونو راوړو په موخه د اړونده چارواکو سره په رابطه کې دي.

د بلوچستان او خېبرپښتونخوا د سکرو په کانونو کې کار کوونکي زياتره خواري کښ د شانګلې ضلعې سره تعلق لري.

د پاکستان د سکرو په کانونو کې وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کيږي او خواري کښ وايي کانونه نړيږي او د زهرجن ګېس چاؤدنې پکې کيږي.

خواري کښ وايي په کانونو کې د دوي د حفاظت هيڅ انتظام نه وي ځکه دوي د مرګ ژوبلو ښکار شي.

د غېر دولتي شمېرو ترمخه تېر په کال ۲۰۱۸م کې ۱۲۳ خواري کښ يواځې د بلوچستان صوبې د سکرو په کانونو کې مړه شوي چې پکې ۲۳ د کالام او مدين او نور ټول د شانګلې وو.

او تېر کال د سکرو په کانونو کې په بېلابيلو پېښو کې ۸۰ خواري کښ معذوره شوي او د وجود کومه برخه يې پکې د لاسه ورکړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG