لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

راپور:پاکستان کې په انټرنیټ دپي‌ ټي‌ ایم په پلوۍ اؤ‌ دپوځ‌ په ضد بیانیې سنسر کولی شي


په پاکستان کې دانټرنیټ کارونکو دحقونو په مبارزه بوخت سازمان پخپل یو تازه راپور کې ویلي چې پاکستان کې په انټرنیټ دپښتون ژغورنې دغورځنګ په پلوۍ اؤ دپوځ په ضد بیانیې سنسر کولی شي.

راپور وایي ریاستي ادارې دانټرنیټي جرمونو په قانون دخپلې رایې ښکاره کوونکي خبریالان اؤ دمدني ټولنې نور فعالین دبیلابیلو لارو تنګوي.

د “بائټس فار ال” په نوم دغه سازمان وایي دپاکستان ریاست خلکو نه په انټرنیټ د رایې داظهار د ازادۍ تروړلو دپاره بیلابیلې لارې خپلې کړي دي.

د۸۱ؤ پاڼو په دې راپور کې راغلي چې پاکستان کې د۵۰ؤ‌ فیصدو نه زیات خبریالان دا ګڼي چې ریاستي ادارې دکلکې څارنې دلارې نه یوازې هغوئ تنګوي بلکې کومې سرچینې چې دې خبریالانو ته معلومات ورکوي دهغوئ ژوند ته هم ګواښونه راولاړیږي.

راپور کې ویل شوي چې ۶۳فیصده خبریالان دخپل کار دانجام څخه د ډار له امله دشخصي سنسرشپ نه کار اخلي.

بائټس فار ال نومې دغه سازمان وایي پاکستان کې په انټرنیټ دپښتون ژغورنې دغورځنګ،بلوچستان ایالت کې دعسکریت خوښۍ دفعالیتونو اؤ دپخواني وزیراعظم نوازشریف په پلوۍ بیانیو کې لاسوهنه کیږي اؤ هغه څه ترې ویستل کیږي چې د ریاستي ادارو په طبع ساز نه وي.

همدغه شان دپاکستان دپوځ اؤ عدلیې لخوا په نورو ادارو کې د مداخلې په اړوند اؤ دپاکستان دملګرو هیوادونو چین اؤ سعودي عرب عرب په ضد بیانیې هم په ان لائن اؤ اف لائن ډول سنسر کیږي .

په دې راپور کې په ډاګیز ډول لیکل شوي چې پاکستان کې د رایې د اظهار په مرۍ د زور کولو کوټلې هڅې شوي چې مقصد یې د هاغو غږونو غلي کول وؤ چې په روایتي توګه دخپل دریځ وړاندې کولو پځائ دانټرنیټ لاره غوره کوي.

د راپور له مخې د ریاست د ناسمو ترجیحاتو له امله پاکستان کې د انټرنیټ اؤ ټیکنالوجۍ میدان دخلکوو ژوند دپاره خطره جوړیږي اؤ په داسې حال کې هغه موقعې هم ضائع کیږي چې له امله یې د وګړو ټولنیز اؤ معاشي ژوند ښه کیدلی شي.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې پاکستان کې ۷۵ کالعدم یا ناچله ګوندونو څخه ۳۶ په ټولنیزو رسنیو فعاله دي اؤ پخپل حق کې د دروغو د خبرونو خپرولو دپاره دهیواد سیاسي ګوندونو اؤ ادارو باقاعده ډلې جوړې کړي دي.

هارون بلوچ هغه څېړونکی دی چې ددې راپور په جوړولو کې یې مرسته کړې، وائس اف امریکا ته یې ویلي دپاکستان ریاستي ادارو د ټولنیزو رسنیو لکه فیس بک اؤ‌ ټوئټر انتظامیې دې ته اړ کړي دي چې هغه اکاونټونه ختم یا معطل کړي چې ورڅخه د ریاستي تګلارو په ضد غږ پورته کیږي.

هغه وایي دپاکستان دمخابراتو د دارې لخوا د اتوؤ لکو نه زیاتې هاغه ویب پاڼې تړل شوي چې خلکو دپاره دمعلوماتو ترلاسه کولو غوره سرچینې وې.

XS
SM
MD
LG