لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهند په مشر قاضي دمحکمې پخوانۍ مامورې دجنسي ځورونې تورونه لګولي


دهندي محکمې یوې پخوانۍ مامورې ددغه هیواد دسترې محکمې په مشر قاضي رانجن ګوګوئي تور لګولی چې تیرکال یې هغه پخپل کور کې په جنسي توګه ځورولې ده.

خو مشرقاضي دغه تور رد کړی اؤ ویلي یې دي کومې میرمنې چې په هغه دجنسي ځورونې تور لګولی هغه تیرو وختونو کې په جرمونو کې ککړه پاتې شوې ده.

د نړیوالو رسنیو د پورونو له مخې دهندي محکمې یوې ۲۲ کلنې پخوانۍ مامورې دسترې محکمې ۲۲ؤ قاضیانو ته حلفیه بیان اؤ دخپل شکایت یو لیک استولی چې په هغې کې ویل شوي تیرکال په ۱۰م اؤ۱۱م اکتوبر دهیواد دسترې محکمې مشر قاضي رانجن ګوګويي هغه پخپل کور کې په جنسي توګه ځورولې وه.

هغې تور لګولی چې دجنسي ځورونې وروسته مشر قاضي دهغې کورنۍ ته دغلي پاتې کیدلو ګواښونه کړي وؤ خو کله چې هغه دځان په ضد په دغه زیاتي غلي پاتې نه شوه نو په جبري ډول له نوکرۍ وویستل شوه.

اخوا د سترې محکمې سترسکتر په دې اړوند خپل یو خپور کړي بیان کې ویلي چې دمحکمې دپخوانۍ مامورې لخوا په مشر قاضي لګول شوؤ تورونو کې هیڅ صداقت نشته .

هغه ویلي چې په انتظامي توګه جونئیر کورټ اسسټننټه نه خو نیغ په نېغه دمشر قاضي سره په رابطه کې وي اؤ نه دهغه دلاندې کار کوي.

مشر قاضي دخالي په ورځ دځېنو مهمو دوسیو د اوریدنې په مهال ویلي کومې میرمنې چې په هغه تور لګولی هغه تیرو وختونو کې په جرمونو کې ککړه پاتې شوې ده اؤ اوس اوس یې هم څلور ورځې په زندان کې تیرې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG