لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عالمزېب مسید په مقدمه کې د اورېدنې دپاره بله نېټه ورکړل شوې


په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د بنديوان فعال غړي عالمزېب مسید په مقدمه کې پوليس بيا پوره چالان نه دی جمع کړی او اورېدنه یې تر څلورمې مې پورې ځنډول شوې ده.

په کراچۍ کې د پي ټې اېم مشر نور الله ترين وايي عالمزېب مسید نن د جمعې په ورځ د ترهګرۍ ضد مقدمو د اورېدنې عدالت ته وړاندې کړی شوي خو پولیس د هغه د مقدمې پوره چالان نه دی جمع کړی.

هغه وويل عدالت د مقدمې پلټونکې پوليس افسر ته په زورنه ويلي چې په راتلونکې اورېدنه پوره چالان جمع کړي.

خو د عالمزېب د مقدمې یو وکيل وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، په عالمزېب چې په مقدمه کې کومې مادې لګول شوي په هغو کې (۱۵۳ ای پي پي سي) ماده شامل کړی شوې او د دې مادې لګولو دپاره پوليس ته د صوبايي حکومت نه اجازت اخيستل پکار وي.

د وکيل په وېنا دا ماده چې د ډلو ترمنځ د دښمنۍ جوړؤنکو پرضد لګول کيږي پولیس ته تراوسه پورې صوبايي حکومت د دې اجازه نه ده ورکړې.

او ترڅو پورې چې صوبايي حکومت د دغه مادې اجازه نه وي ورکړي دا چالان به تر هغې وخته پورې نيمګړی وي.

نور الله ترین وايي د مسید د ضمانت دپاره هايکورټ ته هم خواست شوی او په دغه خواست د اورېدنې دپاره د مې شپږمه نېټه ټاکل شوې ده.

عالمزېب مسید په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰م جنورۍ د ولسي غونډې په دوېمه ورځ نيول شوی ؤ.

نور الله ترين وايي د دوي د درېو نورو بنديوانو غړو اختر، اکرام او احسان پرضد جوړو پينځه مقدمو کې په درېو کې ضمانتونه منظور شوي خو په دوؤ کې يې لا اورېدنې روانې دي.

پي ټي اېم د تېر اتوار-یکشنبې په ورځ د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د عالمزېب او نورو بنديوانو غړو دپاره احتجاجي مظاهره کړې او دوي د پيپلزګوند په صوبايي حکومت نېوکې کړې وې چې دوي ته يې د نيول شوؤ بنديوانو غړو پرضد د جوړو مقدمو ختمولو باور ورکړی خو تراوسه دا مقدمې په خپل ځای روانې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG