لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د دیني مدرسو د رجسټرېشن فیصله شوې خو لا عملي شوې نه ده


واشنګټن ـــــ په پاکستان کې د زرګونو په شمېر دیني مدرسو لانجمن جال سره د مالي مرستو په اړه د نړیوالو ادارو د فشار وروسته پوځ او حکومت دې ته تیار شوی چې مدرسې رجسټر کړي خو عملي ګام تر اوسه اخیستل شوی نه دی.

د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وایي، د دې هېواد د دیني مدرسو مرکزي ادارې وفاق المدارس د اپرېل میاشتې په پیل کې د پاکستان له وزیراعظم او د پوځ له مشر څخه وغوښتل چې د مدرسو رجسټرېشن پیل کړي خو وایي حکومت تر اوسه دا کار نه دی پیل کړی.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور هم د دوشنبې- ګل په ورځ خبري غونډې ته وویل، په هېواد کې د مدرسو په اصلاح کولو فیصله شوې ده.

آصف غفور وویل په هېواد کې یې شاوخوا 25 میلینه ځوانان په تقریقاً 30000 مدرسو کې زدکړې کوي. د پاکستان پر دیني مدرسو د توندروۍ د خپرېدو او د لږکیو پر ضد د کرکې خپرولو تور لګېږي. په پاکستان کې له دیني مدرسو سره حکومت، بهرني هېوادونه او د پاکستان ولس مالي مرستې کوي.

د اسلامي نظریاتي کونسل مشر قبله ایاز د نهې- سه شنبې په ورځ په پېښور کې د (خوندي خیرات) ورکولو تر سرلیک لاندې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، د مدرسو استازي ټول دې ته تیار دي چې مدرسې رجسټر کړي:

"چې رجسټرېشن وشي او اکاونټونه یې جوړ شي نو کومې پیسې چې د خیرات په توګه ورته راځي او کومې ځنې ځي هغه به معلومې وي".

د "حق حقدار تک" په نوم منصوبه د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزارت چلوي چې کار یې خلکو ته د خوندي خیرات ورکولو او ترهګرو ته د نه ورکولو په اړه پوهه ورکول دي.

د غیرقانوني پیسو د انتقال د مخنیوي نړیوالې ادارې ایف اې ټي ایف په 2018م کال کې پاکستان له دې امله په خړ لیسټ کې اچولی، چې وایي په دې هېواد کې یې د توندروه مذهبي ډلو مالي سرچینې نه دي تړلې.

د دې منصوبې یو کارکوونکی اسد محمود وایي په 2014م کال کې وزارت یوه سروې وکړه چې په اساس یې په دغه کال په پاکستان کې خلکو 554 اربه روپۍ په خیرات کې ورکړې وې خو وایي خبر نه وو چې دا پیسې یې چاته ورکړې دي:

"52 فیصده خلک په دې خبر هم نه دي چې دوی کومې پیسې د خیرات په نیت ورکوي هغه چېرې ځي، د نېک مقصد لپاره استعمالېږي که د غلط مقصد لپاره ځکه خو د "حق حقدار" کمپاین وچلول شو چې خلکو ته په دې برخه کې پوهه ورکړل شي".

په غونډه کې د صوبایي اسمبلۍ پخواني غړي ثاقب الله څمکني هم برخه اخیستې وه، هغه وایي له ولسي بیدارۍ سره سره دې غیرقانوني ترهګرې ډلې د څارنې تر داسې نظام راوستل شي چې دوی ته په اسانه خیرات را غونډول ګران کړل شي:

"هغه پیسې خو د خیرښېګړې په کار نه لګېږي په غلطه طریقه استعمالېږي، خو دا تر خلکو زیاته د حکومت ذمه واري ده چې پر دغو وسلوالو تنظیمونو داسې بندیزونه ولګوي چې هیڅ د کار اجازه ونه لري".

په وروستیو کې د صوبې اسمبلۍ ته د خیراتي ادارو د مالیاتو د څارنې د نظام او کمېشن لپاره حکومت یوه قانوني مسوده هم تیاره کړې خو لا یې بحث ته نه دی وړاندې کړی، خو حکومت وایي مقصد یې دا دی چې ټول تنظیمونه خپل مصرف او د مالي اثاثو اساس روڼ او څارنې ته تیار وساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG