لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کونړ:دناټواو افغان ځواکونو بریدونو کې ۴۹داعشیان وژل شوي


دافغانستان دختیز کونړ ولایت سیمه ییزچاوراکي وايي،ددې ولایت دچپې درې ولسوالۍ اړوند د دېګل سیمه کې د داعش وسله والو په روزنیز مرکزد ناټو بې پیلوټه الوتکې هوايي برید کړی چې پکې ګڼ شمیر دداعش وسله وال وژل شوي.

دکونړ والي ویاند عبدالغني مصمیم امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې وویل چې تیره ورځ په دې هوايي برید کې د داعش ډلې دیوتن عمومي قوماندان اسماعیل په ګډون ۴۳ تنه دداعش وسله وال وژل شوي دي.

نوموړي وویل"دترلاسه شویو معلوماتو له مخې دبې پیلوته الوتکې دهوايي برید پرمهال د ازبک اوپاکستاني وسله والو په شمول ۴۳ داعش وسله وال وژل شوي،په وژل شویوکې د اسماعیل په نوم یومشهورقوماندان چې په دې وروستیو کې القاعدې څخه جلا او له داعش ډلې سره یوځای شوی و هم شامل دی"

د والي ویاند زیاته کړه د چپې درې د دېګل سیمه باندې چې د داعش ډلې دروزنې مرکز په کې شتون درلود افغان ځواکونو د توپو بریدونه هم کړي دي.

مصمیم وویل"افغان ځواکونو په همدې سیمې توپچي انداختونه کړي دی اوپه پایله کې یې د داعش۶ تنه وسله وال وژل شوي دي"

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان سره په پوله پروت دکونړ ولایت دچپې درې ولسوالۍ اړوند دېګل هغه نا امنه غرنیزه سیمه ده چې شاوخوا یوه میاشتې وړاندې په کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ دشویو جګړوله امله شاوخوا ۳۰۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې وې اودا مهال دکونړ مرکزاسعداباد او د ولسوالیو مرکزي سیمو کې میشت دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG