لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي ایم وایي د میجر جنرال اصف غفور په ضد محکمې ته ځي


دپښتون ژغورنې غورځنګ دپاکستان پوځي ویاند میجرجنرل اصف غفور دخپلو ائیني اختیاراتو څخه په سرغړونه تورن کړی اؤ اعلان یې کړی چې دهغه په ضد به محکمې ته مراجعه کوي.

خو وتلی قانون پوهه اؤ دپېښور دایالتي محکمې د وکیلانو د سازمان مشر ښاغلی لطیف اپریدی وایي هغه دپاکستان په عدالتونو کې دا جرائت نه ویني چې پوځ به په سیاسي یا انتظامي چارو کې د لاسوهنې نه منعې کړي یا به څه سزا ورکړي.

د اتوار په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ وتلي مشر اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړي ښاغلي محسن داوړ وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې ویلي پوځي ویاند میجرجنرال اصف غفور چې تیره اوونۍ کوم مطبوعاتي کانفرنس کړی هغه په بشپړ ډول دیوې سیاسي بڼې ؤ چې پکې هغه دهیواد دخارجه اؤ داخله پالیسو تجزیه کړې ده اؤ دا دپاکستان دائین له مخې هغه ته د ورسپارل شوؤ اختیاراتو څخه ښکاره سرغړونه ده.

پوځي ویاند تیره اوونۍ پخپل پریس کانفرنس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران هند اؤ افغانستان څخه په مرستو ترلاسه کولو تورن کړي وؤ اؤ ګواښ یې کړی ؤ چې پي ټي ایم څومره ازادي لرله هغه یې واخسته، نور ورسره وخت نشته.

پوځي ویاند پخپل دغه مطبوعاتي کانفرنس کې د پي‌ ټي ایم ترڅنګ هند سره په تاؤ تریخوالي اؤ دپاکستان دتعلیمي نظام په بابله هم خبرې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ پاکستان کې ۳۰زره دیني مدرسې فعالې دي چې هغې کې تر۱۰۰ هم لږې داسي دي چې ماشومان تندلاریتوب ته تشویقوي.

هغه ویلي وؤ مدرسې به ملي ځاندره کې ورګډولی شي اؤ ددې مقصد دپاره به نوؤ استاذانو بهرتي کولو اؤ پیسو ته اړتیا وي.

دپي‌ ټي ایم مشر وویل یو پوځي د ذمه واریو ترلاسه کولو په وخت سوګند اخلي چې هغه به یوازې دائین له مخې ورسپارل شوې ذمه وارۍ ترلاسه کوي خو جنرال غفور ددغه سوګند څخه په سرغړونه په سیاسي چارو کې مداخله کړې اؤ دهیواد په خارجي اؤ داخلي پالیسو یې خبرې کړي دي.

دمحسن داوړ په وینا هغه دخپل حلف نه اوښتی دی اؤ د ورسپارل شوي اختیار څخه یې تجاوز کړی،مونږ اوس اراده لرو چې په ضد یې محکمه کې درخواست دائر کړو.

کله چې هغه نه وپوښتل شول کله دغه کار کوئ اؤ څومره باور لرئ چې محکمه به ددې پوځي‌مشر په ضد ګامونه واخستل شي؟ وئ ویل “مونږ ملګرو سره په مشوره بوخت یو چې مشوره وشي زر به دا ګام واخلو، اؤ ترڅو چې په محکمو دباور خبره ده نو مونږ دپاکستان دائین خبره کوؤ د انصاف دپاره به هره هغه دروازه وهو چې ائین مونږ ته په ګوته کړې ده”

نوموړي زیاته کړه پوځ په پي ټي ایم د بهر نه دپنګو اخستلو تورونه لګوي خو دخپلو ثبوتونه نه وړاندې کوي

د محسن داوړ په وینا ما خو په پارلیمان کې هم ویلي چې مونږ دځان احتساب ته تیار یو خو پوځ ته هم ځان احتساب ته نیول وي .

دپیښور هائیکورټ بار صدر اؤ وتلي قانون پوهه لطیف اپریدي ویلي دپاکستان ائین د ټولو ادارو دپاره خپلې خپلې دائرې ټاکلي دي اؤ هر پوځي چې کله حلف اخلي نو هغوئ ژمنه کوي چې دائین تابع به اوسي اؤ دائین لاندې به خپل فرائض ترسره کوي.

خو لطیف اپریدی وایي “زمونږ په وطن کې بدبختي داده چې دلته دپوځ سرلښکر وزیراعظم هم دی،صدر هم دی اؤ دبهرنیو چارو وزیر هم دی”

هغه وویل “د ایي ایس پي ار مشر د خارجه وزارت خبرې هم کوي،دداخله وزارت خبرې هم کوي اؤ دپوځیانو خبرې خو خود کوي”

دقانون پوهه لطیف اپریدي په وینا په پاکستان کې روایات دادي چې پوځ مدام خپل حلف مات کړی،اقتدار باندې هم قابض شوی اؤ اوس بغیر د اقتدار نه دهیواد ټولې فیصلې پوځ کوي .

هغه وایي اوس که پي ټي ایم د پوځ په ضد عدالت ته لاړ شي نو هم هغه دپاکستان په عدالتونو کې دا جرائت نه ویني چې پوځي جنرالان به سیاسي چارو کې دلاسوهنې نه منعې کړي یا به ورته ووایي چې تاسو باید دخپلو حدودو دننه پاتې شئ

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG