لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف نن بیا زندان ته اچول کیږي


دعلاج دپاره د زندان نه د یوې نیمې میاشتې په ضمانت پرېښودل شوی دپاکستان پخوانی وزیراعظم میا نواز شریف نن دنهې په ورځ بیا زندان ته اچول کیږي.

نواز شریف ته د العزیزیه اسټیل ملز په دوسیه کې احتساب عدالت تیر کال ددسمبر په۲۴مه نېټه د اووه کاله بند اؤ اؤ درې نیم اربو نه د زیاتو روپو د جرمانې سزا اورولې وه .

خو بیا دناروغتیا په دلیل محکمې هغه دیوې نیمې میاشتې دپاره په ضمانت خوشې کړی ؤ.

تر دې وړاندې هم دپانامه قضيه کې احتساب عدالت نوازشریف ته د لس کاله بند سزا اورولې وه خو وروسته د اسلام اباد هايکورټ دغه فېصله ځنډولې وه.

د یوې نیمې میاشتې د ضمانت دمودې ختمیدلو نه وړاندې د نوازشریف لخوا دهیواد سترې محکمې ته خواست شوی ؤ چې دهغه د ضمانت موده باید نوره هم وغځول شي خو محکمې دغه خواست رد کړی ؤ.

د نوازشریف لور مریم نواز د نهې په ورځ‌‌ په ټوئټر لیکلي چې دهغې دپاره به دخپل پلار زندان کې پرېښودل یو سخت پړاؤ وي خو دا یو قامي مقصد دی چې د پلار اؤ لور تر رشتې هم لوړ دی اؤ قامي مقصد قربانۍ غواړي.

نوازشریف اؤ دهغه کورنۍ دریځ چې هیڅ رقم غبن یې نه دی کړی خو یوازې سیاسي انتقام ترې اخستل کیږي خو وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دکابېنې غړي بیا تور لګوي چې نوازشریف اؤ دهغه کورنۍ په اربونو روپۍ دهیواد نه بهر ویستلي اؤ خزانه یې لوټلې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي د نوازشریف ګوند مسلم لیګ(ن) پرېکړه کړې چې نن پس له ماښامه کله نوازشریف په لاهور کې دهغه د کور څخه زندان ته بوتلل کیږي نو د ګوند غړي به یې په دغه مهال د خپل سیاسي قوټ کوټلې مظاهره کوي اؤ هغه به تر زندانه بدرګه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG