لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سره دپور تړون،ایي ایم ایف به دپاکستان نه څه غواړي؟


دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف اؤ دپاکستان ترمینځ خبرې اترې نن کیدونکي دي اؤ سرچینې وایي چې په دې خبرو کې به پاکستان ته دپور ورکولو تړون ته یو غوڅ شکل ورکړل شي.

د جمعې په ورځ دپاکستان شخصي ټي‌ وي جیو د دولتي سرچینو له خولې هېله ښودلې چې ایي ایم ایف به د درېوؤ کالو دپاره پاکستان ته شپږ اربه اؤ۴۰کروړه ډالر پور ورکړي.

دغه ټي‌ وي پخپل راپور کې لیکلي چې دپور ترلاسه کیدلو سره سم به پاکستان اړ وي چې د ایي ایم ایف په شرطونو عمل شروع کړي اؤ سم د ټکه به دا هیواد دګیس اؤ بجلۍ نرخونه هرکال په دوؤ پړاوونو کې لوړوي.

سرچینو دا هم ویلي چې دپاکستان د بجټ خساره به څلور نیم فیصده ته محدودولی اؤ په مرکزي کچه د محصولاتو راټولو هدف به ۵۳۰۰ اربه روپۍ ټاکلی شي.

همدغه راز به دسود کچه ۱۲فیصدو ته راوستلی اؤ راتلونکي بجټ کې به د۷۰۰ؤ اربو روپو نوي ټیکسونه لګولی شي.

د خزانې د وزارت سرچینو ویلي ایف بي ار سره شرطونو کې دا هم منل شوې چې د ډالر نرخ څومره هم خیژي حکومت به یې دمخې نیولو هڅه نه کوي اؤ په تنخاګانو د ټیکس اخستل به هم د جون دمیاشتې نه پیل شي.

دغه سرچینې زیاته کړې چې پاکستان کې کومې ادارې په تاوان کې روانې دي دهغې شخصي څانګې ته د ورکولو پلان به ایي ایم ایف ته ورکول کیږي اؤ د انرژۍ دڅانګې په ګډون به بیلابیلو څانګو کې دحکومت لخوا د اولس په ښېکړه مصرفیدونکې پیسې ( سبسډي ) به ودرول شي.

په پاکستان کې د ایي ایم ایف نه دپور اخستلو دهڅو سره سم دګرانۍ کچه لوړه شوې ده چې اپوزیشن ګوندونه له دې امله په حکومت سختې نیوکې کوي اؤ وایي دعمران خان حکومت دا وړتیا نه لري چې هیواد د اقتصادي جنجالونو نه وباسي.

د زیارت په ورځ دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري پارلمان ته خپله وینا کې ویلي په ظاهره داسې ښکاري چې په پاکستان کې دتحریک انصاف نه بلکې د ایي ایم ایف حکومت دی.

هغه ویلي د حکومت د ناکامۍ سزا اولس د پټرولو،ګیس، بجلۍ اؤ دارو درملو په نرخونو کې دګرانۍ په شکل مومي اؤ ایي ایم ایف څخه له پور اخستنې وروسته به د اولس ژوند نور هم اور ته ونیول شي.

هغه ګواښ کړی چې د پور اخستلو دپاره حکومت ایي ایم ایف سره کوم تړون کوي باید پارلیمان څخه دهغې منظوري واخلي ګنې دغه تړون به نه دوئ اومني اؤ نه دپاکستان اولس.

دپاکستان حکومت دریځ لري چې هیواد د خراب اقتصادي وضعیت سره مخ دی خو وایي پخپلو سختو ولې کوټلو فیصلو به راتلونکو څو میاشتو کې په حالاتو قابو ومومي اؤ خزانې ته به پیسې راماتې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG