په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په قطر کې طالبانو سره د سولې دخبرو پړاو سرته رسېدلی او پکې غوره پرمختګ شوی.
خو ددې ترڅنګ هغه دا هم وایي چې دخبرو پړاو په کوم رفتار روان دی هغه کافي نه دی او باید چټکتیا پکې راشي.
قطر کې طالبانو سره دسولې دخبرو دشپږم پړاؤ په ختمیدو په خپله ټوئټر پاڼه ښاغلي خلیلزاد لیکلي افغانستان کې چې څومره په چټکتیا سره جګړه زیاتیږي اؤ بېګناه خلک پکې وژل کیږي دمزاکراتو اوسنی هغه هومره ګړندی نه دی، مونږ هم اړتیا لرو چې چټک اؤ ګړندی پرمختګ وکړو.
امریکایي استازي افغانستان کې دتاؤ تریخوالي په کمیدو ټینګار کړی اؤ ویلي یې دي اوس هم پخپل هغه وړاندیز ولاړ دی چې دافغانستان ټولې خواوې دې دتشدد کچه راټیټه کړي.
تر زلمي خلیلزاد یوه ورځ وړاندې په قطر کې دطالبانو ددفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین هم په ټوئټر لیکلي وؤ چې دخبرو اترو پړاؤ ګټور ؤ اؤ دواړو خواو په دغو مزاکراتو کې په سړه سینه د یو بل خبرو ته غوږ نیولی دی.
طالب ویاند ویلي وؤ چې په قطر کې دواړو خواؤ کومې خبرې کړي اوس به خپلو مشرانو سره په هغې صلاح مشوره کوي اؤ په راتلونکي پړاؤ کې به یو ښه پرمختګ هیله وي.
سرچینې وایي د قطر په اوسنیو خبرو کې امریکا زیات ټینګار په دې خبره کړی چې باید طالبان په سمدستي توګه افغان دولت سره خبرو ته کښیني ، د اوربند اعلان وکړي اؤ دا ضمانت ورکړي چې دافغانستان په خاوره به دکومې ترهګرې ډلې مرسته نه کوي.
خو دسرچینو په وینا طالبان له دغه هرڅه منلو وړاندې د امریکا څخه غواړي چې افغانستان نه په مختصره موده کې دخپلو ځواکونو د وتلو مهال ویش اعلان کړي اؤ ددې ترڅنګ افغانستان کې په راتلونکي کې هغوئ دخپل سرنوشت خبره هم مطرح کړې ده.