لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ وایي دګوادر په هوټل برید کې یوعسکر اؤ څلور عام کسان هم وژل شوي


دپاکستان پوځ وایي دبلوچستان په ګوادر سیمه کې تیره شپه په پرل کانټینینټل هوټل دشوي ترهګریز برید په مهال ډزو کې پینځه عام وکړي هم وژل شوي دي.

تیره شپه وسله والو ګوادر کې په پي‌سي هوټل وسله والو په داسې مهال برید کړی ؤ چې ویل کیږي په دغه هوټل کې دنورو ډیرو میلمنو ترڅنګ ګڼ شمیر چینایي وګړي هم ایسار وؤ.

ددغه بريد پړه بلوچ بيلتون غوښتونکې ډلې بي اېل ای پر غاړه اخيستې وه.

دبرید نه سمدستې وروستو دبلوچستان دکورنیو چارو وزیر ضیاء لانګو وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي وؤ چې برید کې د هوټل دوه کارمندان وژل شوي.

خو د اتوار په ورځ دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې پخپل یو بیان کې ویلي چې دعملیاتو په مهال پینځه عام وګړي هم وژل شوي دي.

دپوځ په بیان کې راغلي چې د هوټل امنیت ساتونکو ترهګر مرکزي حال ته دننوتلو څخه منعې کړي وؤ اؤ هغوئ د هوټل په پوړو کې ډزې کړې وې.

بیان کې راغلي چې دپوځ،هوایي ځواکونو اؤ پولیسو ډلې په وخت دپېښې ځائ ته رسیدلې وي اؤ ترهګر یې دهوټل تر څلورم پوړ محدود کړي وؤ.

پوځ وایي دې عملیاتو کې درې واړه ترهګر وژل شوي اؤ په عامو وژل شوؤ پنیځوؤ کسانو کې څلور دهوټل کارمندان اؤ یو دهوایي ځواک عسکر شامل دی.

ددې ترڅنګ دې برید کې شپږ کسان ژوبل شوي هم دي چې په هغې کې دوه د پوځ افسران ،دوه دهوایي ځواک عسکر اؤ دوه دهوټل کارمندان شامل دي.

د ګوادر په دغه پیژندلي هوټل بريد په پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو هم پوښتنې راپورته کړې.

د پاکستان وتلي خبريال سيد طلعت حسین په خپل يوه ټويټ کې ليکلي چې ٫٫ هر چاته معلومه ده چې دګوادر پرل کاننټيننټل هوټل د ترهګرو ښکاره هدف وو، د ترهګرو و هوټل ته ورننوتل او بريد کول د ناکامه امنيت ساتلو ښکاره مثال دی.

خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضيا لانګو ویلي چې بلوچستان ته د ځانمرګي بريدګرو د ننوتولو اطلاع وه خو په ګوادر کې پر ياد هوټل د بريد هيڅ اطلاع نه وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG