لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان صدارتي کانديدان: اشرف غني دې چوکۍ پرېږدي يا دې په انتخاباتو کې برخه نه اخلي


د افغانستان زياترو صدارتي کانديدانو غوښتنه کړې چې صدر اشرف غني دې د خپلې صدارتي مودې په پوره کېدو د ولسمشرۍ چوکې پرېږدي او يا دې په راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې برخه نه اخلي.

د وي او ای د خبر ترمخه په ۱۸ صدارتي کانديدانو کې ۱۲ د ګل، دوشنبې په ورځ ویلي د موجوده حکومت ائيني موده په ۲۲ مې سر ته رسي له دغې وروسته دې د انتخاباتو دپاره موقتی حکومت جوړ شي.

په افغانستان کې صدارتي انتخابات به د موجوده انتظاميې د پينځه کلنې مودې پوره کېدو نه وړاندې کېدل ؤ خو د انتظامي او تکنیکي مسلو او الېکشن کمېشن د تياريانو له امله څو ځله وروستو کړی شوي دي.

څو اوونۍ وړاندې د افغانستان سپريم کورټ يا سترې محکمې امر کړی چې د راتلونکو انتخاباتو پورې به موجوده حکومت په ځای وي.

په افغانستان کې راتلونکې صدارتي انتخابات د ستمبر په مياشت کې ټاکل شوي دي.

يو صدارتي کانديد شاهدا محمد ابدالي ویلي دوي غواړي چې څوک هم په راتلونکو انتخاباتو کې د ګټې دپاره واک په کار را نه ولي، خو نوموړی په هغو کې نه دی چې د صدر غني د چوکۍ پرېښودو غوښتنه کوي.

هغه ويلي که په موجوده حالاتو کې صدر غني د چوکۍ څخه لرې کيږي چې په ملک کې سياسي بې ثباتي ده او دوي د هغه په لرې کېدو ټینګار کوي نو دا به ګډوډي رامنځته کړي او ښه به دا وي چې هغه په انتخاباتو کې برخه نه اخلي.

صدارتي ماڼۍ د کانديدانو دغه غوښتنه رد کړې او ويلي يې دي موجوده حکومت به د عدالت په لارښوونه روان وي.

په عېن حال کې د امريکې د مرکزي او جنوبي اسيا دپاره د بهرنيو چارو د وزارت مرستيالې اېلس ويلز د کابل په سفر کې د الېکشن کمېشن د چارواکو سره د انتخاباتو په تیارۍ او اړوند نورو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.

له دې وړاندې په کابل کې د امریکا سفارتخانې ويلي ؤ ښاغلې ويلز به په ۲۸م ستمبر د ټاکل شوؤ صدارتي انتخاباتو د فريقېنو سره ليده کاته کوي.

بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې يوناما ويلي د روژې په لمړۍ اوونۍ کې په هېواد کې د تشدد پېښې سېوا شوي دي.

صدر اشرف غني او لويې جرګې په روژه کې په طالبانو د اوربند غږ کړی خو طالبانو يې رد کړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG