لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې ۵۲ پاکستاني شړلي دي


امريکې شړلي ۵۲ پاکستاني اسلام اباد ته رسېدلي دي، او نهه نور پاکستاني د د یونان څخه هم شړل شوي او د اسلام اباد په هوايي اډه چارواکو نيولي او د انساني قاچاق د مخنيوي څانګې ته يې سپارلي دي.

د ډان ورځپاڼې د رپوټ ترمخه پرون د شورو، چارشنبې په ورځ د امریکا څخه ۵۳ پاکستانی شړل کېده خو د يو تن طبعيت ناسازه شوی او بيا ۵۲ پاکستاني اسلام اباد ته رسېدلي دي.

دا پاکستاني په داسې حال کې شړل شوي چې په وروستيو کې امريکې پاکستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی چې وګړي يې د خپلې ټاکلې مودې نه زیات وخت په امريکا کې تېر کړي، بيا بيرته وشړل شي، امریکا به ورته بيا ويزه هم نه ورکوي.

خو د امريکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي ؤ د دې بندېز باوجود به په اسلام اباد کې د امریکې په سفارتخانه کې اړونده څانګه بيا هم کار کوي.

ويل شوي ؤ د ويزو د بندېز په لړ کې به د هغو لوړ پوړو پاکستاني دولتي چارواکو ویزې هم ودرول کيږي چا چې د شړل شوؤ بیرته اخيستو زمه واري منلې وي.

د امریکې امېګرېشن او قوميت د قانون لاندې د امریکا د هوم لېنډ سيکيورټۍ وزير داسې هېوادونو ته د امېګرېشن او غېر امېګرېشن دواړو ويزو ورکول ختمولی شي، څوک چې په امریکا کې د ویزې د مودې ختمېدو وروسته هم په امریکا کې د پاتې کېدونکو وګړو بيرته شړلو په صورت کې د قبلولو نه انکار يا وروستوالی کوي.

د رپوټونو ترمخه د امريکې څخه پاکستان ته هم هغه کسان شړل شوي چې د ويزې موده يې پوره شوې خو دوي بيا هم په امریکا کې ؤ.

د یونان څخه د شړل شوؤ کسانو په اړوند ويل شوي د دوي تعلق د پنجاب صوبې د ګجرات سيمې سره دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG