لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان اقتصادي کړکېچ کې دنیب لاس شته؟


په پاکستان کې داحتساب په قامي اداره نیب دسیوا شوؤ نیوکو وروسته ددې ادارې مشر ښاغلي جاوید اقبال سپینه کړې ده چې دهیواد په موجوده اقتصادي کړکیچ کې دنیب هیڅ لاس نه شته اؤ دغه اداره یوازې دغبن دمخنیوي دپاره کار کوي.

په پاکستان کې دحکومت مخالفه ګوندونو مشران تور لګوي چې نیب هیواد کې د ویرې ماحول پیدا کړی اؤ په دې وروستیو کې د یو شمیر خلکو د نیول کیدلو له امله اوس سرمایه کاران دې ته زړه نه ښه کوي چې پاکستان کې خپلې پنګې ولګوي.

مخالف ګوندونه نیب دحکومت په ملاتړ هم تورنوي اؤ دریځ‌ یې خپل کړی چې حکومت ددغه ادارې دلارې دخپلو سیاسي مخالفینو څخه انتقام اخلي.

خو د اتوار په ورځ اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دنیب مشر وویل نیب د حکومت سره نه بلکې د ریاست سره ولاړ دی اؤ هیڅکله دچا په هدایاتو فعالیت نه کوي.

هغه وویل خلک تورونه لګوي چې دنیب له وجې هم اقتصادي کړکیچ سیوا شوی دی خو دا تورونه هیڅ حقیقت نه لري ځکه چې د ډالر نرخ سیوا کیدل اؤ د ایي ایم ایف سره تړون دنیب سره هیڅ تړاؤ نه لري.

په پاکستان کې دامهال دحکومت مخالفو دوؤ سترو سیاسي ګوندونو مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلز پارټۍ په مشرانو نیب دغبن مقدمې سورې کړي چې اؤ په دغو مقدمو کې دهیواد پخوانی وزیراعظم نوازشریف د اوو کالو دبند په سزا زندان کې پروت دی اؤ پخوانی صدر اصف علي زرداري دنیول کیدو نه ځان ژغورلو په خاطر محکمې نه ضمانت اخستی دی .

دنیب مشر ښاغلي جاوید اقبال وویل هرکله چې نیب د یو ولسي شخصیت نه پوښتنه کوي چې دهغه کروړونه روپۍ څنګه بهر رواني دي اؤ دا کروړونه روپۍ یې ګټلي څنګه دي نو دا دنیب قانوني حق دی.

هغه وویل “داسې ویل کیږي چې نیب اؤ معیشت یو ځائ تګ نه شي کولی خو زه ویم چې نیب اؤ غبن یو ځائ تګ نه شی کولی”

هغه وویل ایف ای ټي ایف پاکستان په خړ فهرست کې ورګډ کړی دی چې وجه یې په ناقانونه ډول دپېسو لیږد دی اؤ کله چې دپاکستان ستونزه په نړیواله کچه وي نو بیا به نیب هیڅکله هم یوازې دڅو کسانو دنیوکو پرواه نه کوي.

تر دې دوه ورځې وړاندې پاکستان پیپلز پارټۍ اعلان کړی ؤ چې دنیب د مشر په ضد محکمې ته دتللو دپاره یې قانوني پوهانو سره صلاح مشورې پیل کړی‌ دي.

د پیپلز ګوند دمشر بلاول بوټو زرداري ویاند مصطفی نواز کوکر ویلي وو تور لګولی ؤ چې د نیب مشر دپیپلز ګوند دمشرانو په د د بغض ښودلو سره بې پلوه نه دی پاتې شوی اؤ دهغه د پلوي توب به ضد پیپلز ګوند محکمې ته دتګ دپاره دقانون ماهرانو سره مشورې پیل کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG