لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ويسټ انډيز کپتان وايي نړيوال کپ کې به يې هدف افغان لوبډله وي


جېسن هولډر
جېسن هولډر

د ويسټ انډیز کرکټ لوبډلې مشر جېسن هولډر ویلي د ۲۰۱۹م په نړيوال کپ کې يې د هند او پاکستان څخه زيات نظر د افغانستان په لوبډله دی ځکه چې تېر کال يې ورته دوه ځلې ماتې ورکړې دي.

د کرکټ وېب پاڼې اي اېس پي اېن سره په مرکه کې هولډر ویلي، زما نظر د افغانستان لوبډلې سره په سيالۍ دی ځکه دې لوبډلې دوي ته د نړيوال کپ د غوراوي په سياليو کې ماتې ورکړې وې.

هغه ويلي، "زه د سر سیاليو په اړه فکر کوم خو ښايي دوي مونږ بهر کړي ځکه د دوي نه ګټه ترلاسه کول غواړم، دا يوه ښه لوبډله ده ښه او ښه کارونه یې کړي دي".

افغان لوبډلې تېر کال د نړیوال کپ د غوراوي په سياليو کې په سپر سيکسز پړاؤ کې په درې وکټو او بيا په فاينل کې په اووه وکټو ماتې ورکړې وه.

د کرکټ نړيوال کپ د ۲۰۱۹م په سياليو کې په لسو لوبډلو کې د افغانستان او ویسټ انډيز لوبډلې شامل دي او دا دواړه لوبډلې به په څلورمه جولايۍ يو بل ته مخامخ کیږي.

د راپورونو ترمخه د افغانستان او ویسټ انډیز لوبډلې په يو ورځنيو سیاليو کې پينځه ځله یو بل ته مخامخ شوي چې پکې درې سیالۍ افغان لوبډلې او يوه ويسټ انډيز ګټلې وه.

د ټايمز اف انډيا په خپل يو رپوټ کې ویلي، چې د ۲۰۱۹م د نړیوال کپ په لوبډلو کې ۱۴ اسپېنر بالران سخت يا خطرناک بالران ګرځول شوي دي.

په رپوټ کې ویل شوي په دغو ۱۴ بالرانو کې درې راشد خان، مجيب الرحمان او سميع الله د افغان لوبډلې سره دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG