لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهګرۍ ځپلي د باجوړ يو ځايي مشر ته دوه کاله وروسته بيرته خپل تابعيت ورکړی شوی


د قبايلي ضلعې باجوړه سره تعلق لرونکي ځايي سياسي مشر ملک عطاالله ته دوه کاله وروسته له هغې د هغه تابعيت يا شناختي کارډ ورکړی شوی چې دغه مسله د سېنېټ د بشري حقونو قايمه کمېټۍ راپورته کړې ده.

د ډان د رپوټ ترمخه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ د ملک عطاالله د تابعيت خبره راپورته کړې او د پخلي کېدو وروسته د هغه تابعیت بيرته په ځای کړی شوی دی.

د قایمې کمېټۍ مشر مصطفی کهوکهر ویلي ملک عطاالله او کورنۍ يې د باجوړ ضلعې اوسېدونکي پاکستاني دي.

عثمان کاکړ ويلي څوک چې د ترهګرۍ پرضد غږ پورته کوي د شناختي کارډ قامي اداره (نادرا) د هغه د بدنامولو دپاره کارول کيږي.

د باجوړ مرستیال کمشنر عثمان محسود ویلي د ملک عطا الله شناختي کارډ د استخباراتي ادارو په وېنا تړل شوی يا بلاک کړی شوی ؤ.

هغه ويلي د ياد تن پخلی شوی چې د باجوړ اوسېدونکی پاکستانی دی، له دغې وروسته د نادرا لوړ پوړي چارواکي ريټايرډ بريګيډيئر نثار مير د ملک عطاالله نه معافي غوښتې چې کړول شوی دی.

ويل شوي د باجوړ ياد ملک دوه ځله د قبایلي ضلعې د عوامي نيشنل ګوند مشر پاتې شوی او په سیمه کې د ترهګرۍ پرضد په غږ پورته کولو ورته غټ تاوان اوختی د زوي په ګډون يې د کورنۍ د لسو نه زیات غړي وژل شوی او په خپله پرې هم بريدونه شوي دي.

د نوموړی ملک زوي ويلي دوي ته اوس هم ګواښونه کيږي.

د نادرا ترمخه د پاکستان په ټولو صوبو کې يو لاک ۲۳ شناختي کارډونه تړل شوي دي. په تېر حکومت کې د شناختي کارډونو بلاک کولو په کار لاس پورې کړی شوی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG