لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ د خړ کمر د پېښې پرضد په ميران شاه کې احتجاجي پرلت اعلان کړو


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر اود قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ اعلان وکړو چې دوي د شمالي وزيرستان په مرکز ميران شاه کې احتجاجي پرلت پېلوي، دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې د پرون راهسې ګرځبندېز لګول شوی او پرون په خړ کمر علاقه کې په ډزو کې مرګ ژوبلې رامنځته شوې وې.

داوړ وايي دا احتجاجي پرلت پرون په خړ کمر سيمه کې د پي ټي اېم په غړو د ډزو او د هغوي د وژنې پرضد کوي.

نوموړي نن د ګل، دوشنبې په ورځ په شمالي وزيرستان کې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، پرون چې پوځ د خړ کمر په اړوند کوم بيان جاري کړی چې د علي وزير او محسن داوړ په مشرۍ په پوځي چيک پوسته بريد شوی هغه وايي دا ټول دروغ خبرې دي.

محسن وايي د دوي سره وسلې نه وې او تور يې لګولی چې پوځ په خلکو نېغې ډزې کړي دي.

نوموړی په دغو خبرو کې وايي د دوي اته کسان پرون وژل شوي او د پینځه نورو مړو خبرو ورته نن ورکړی شوی دی.

محسن داوړ په خپلو خبرو کې په خلکو غږ کوي چې ځان وزيرستان ته ورسوي نور دوي د دغو ظلمونو د زغملو نه دي.

د پي ټي اېم يو فعاله غړي خنيف پشتین وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل د محسن داوړ په مشرۍ د احتجاجي پرلت اعلان وشو او زياته يې کړه دا احتجاجي پرلت به د وژل کسانو دپاره تعزيتي ناسته هم وي.

د شمالي وزيرستان په خړکمر سيمه کې پرون په يوه چيک پوسته د ډزو په پېښه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ درې غړي وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو.

پوځ د دغو درې کسانو د وژنې او لسو تنو د ژوبلېدو پخلی کړی او ويلي يې ؤ چې د محسن جاوېد او علي وزير په مشرۍ ډلې د خړ کمر په سيمه کې په پوځي چيک پوسته بريد کړی دی.

پوځ ویلي په نښته کې د درې حمله کوونکو د وژنې او لسو ژوبلېدو سره پينځه پوځيان هم ژوبل شوي وو.

پوځ زياته کړې وه په دغه مهال علي وزير سره د اته ؤ کسانو نیول شوی او محسن داوړ د موقعې څخه وتلی ؤ.

د پاکستان زياتره سياسي ګوندونو د دغه وژنو غندنه کړې او د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان د خپل ګوند په غړو غږ کړی ؤ چې د دغه ظلم پرضد د پي ټي اېم د ملاتړ دپاره ځان وزيرستان ته ورسوي.

نن د ای اېن پي يو پلاوی وزیرستان ته تلو خو هغوي ويلي د سېدګۍ په چيک پوسته دوي ودرول شوي او هغوي ته لار نه ده ورکړی شوې.

د بشري حقونو کمېشن غوښتي چې د خړ کمر د پېښې د پلټنو دپاره دې پارلیمان کمېشن جوړ کړی شي.

ځينې داسې خبرونه هم مخې ته راغلي چې د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان او ګورنر شاه فرمان وزيرستان ته رسېدلي چې هلته روانه شخړه هواره کړي، خو د صوبايي حکومت لخوا په رسمي ډول په دغه اړوند کوم خبر مخې ته نه دی راغلی.

نن د قامي اسمبلۍ په غونډه کې هم د وزيرستان په پرونۍ پېښه خبرې شوي او د حکومتي وزير مراد سعيد د خبرو په مهال بيا مخالفه ډلو د غونډې څخه بايکاټ کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG