لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د محسن داوړ د مرکې کولو وروسته نيول شوی ژورنالسټ ګوهر وزیر دې خوشی کړی شي، سي پي جی


د ژورنالسټانو د تحفظ نړیوالې ادارې (کميټي ټو پروټېکټ ژورنالسټس، سي پي جی) د پاکستاني چارواکو نه غوښتي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مظاهرې د رپوټ کولو او محسن داوړ سره د مرکې کولو وروسته نيول شوی ژورنالسټ ګوهر وزير دې په سمدستي ډول خوشی کړی شي.

د سي پي جي د سويلي اسيا د پروګرام مشر سټيون بټلر ويلي، ګوهر وزير بايد له دغې وروسته نه وی نيول شوی کله چې هغه د خبر رپوټ کولو له تلی حتی که هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ لانجمنه مظاهرې رپوټنګ له تلی ؤ.

د سي پي جی مشر ويلي د پاکستان په ميډيا بندېز يواځې د جمهوريت د کمزوري کولو خدمت دی.

په ۲۶ مې د جنوبي وزيرستان په خړ کمر سيمه کې په پوځي چيک پوسته د ډزو پېښه رامنځته شوې او پوځ ویلي درې کسان پکې وژل شوي او د پينځه سرتېرو په ګډون پکې ۱۵ تنه ژوبل شوي وو.

پوځ او د پي ټي اېم مشران په يو بل د دغه پېښې تورونه لګوي، پي ټي اېم وايي د پوځيانو په نېغو ډزو کې يې ۱۳ غړي وژل شوي خو پوځ ویلي د پي ټي اېم لخوا په پوځي چيک پوسته بريد شوی ؤ.

ګوهر وزیر په ۲۷م مې ګل، دوشنبې په ورځ وزيرستان ته تللی د پي ټي اېم د مخکښ مشر محسن داوړ سره یې مرکه کړې او بيا يې په بنو کې د پي ټي اېم د مظاهرې کورېج کړی او د شپې ناوخته بيا پوليسو نیولی ؤ.

ويل شوي په بنو کې د ګوهر وزير سره د پي ټي اېم ۲۱ غړي هم نیول شوي دي.

سي پي جی ويلي که څه هم په پاکستان کې په وروستيو کلونو کې د ژورنالسټانو د وژنو پېښې کمې شوي خو سي پي جی د پوځ لخوا د سنسرشپ سېوا کېدل رد کړی شوي دي.

په پاکستان کې د ژورنالسټانو تنظیمونو او ژورنالسټانو د ګوهر وزير نيول کېده غندلي او د هغه خوشي کېدو غوښتنه يې کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG