په شمالي وزیرستان کې دپوځ لخوا د پي ټي ایم په غړو دګولیو ورؤلو اؤ دعلي وزیر دنیونې په ضد پېښور کې د روان پرلت برخه والو سوګند کړی چې ترهغې به خپل پرلت نه ختموي ترڅو چې دهغوئ ټولې غوښتنې منل شوي نه وي.
د پي ټي ایم مشران وایي د وزیرستان په خړ کمر په امنیتي پوسته روانه اوونۍ دپوځ په ډزو کې ددغه غورځنګ ۱۳غړي وژل شوي اؤ تر۴۰ؤ نور ژوبل شوي دي، خو پوځ بیا دعوه کوي چې دپي ټي ایم غړو دعلي وزیر اؤ محسن داوړ په مشرۍ په امنیتي پوسته برید کړی چې پکې پینځه عسکر ژوبل شوي.
ددغه پېښې په مهال پوځ د پي ټي ایم وتلی مشر اؤ دپارلیمان غړی علي وزیر سره دلسو نورو کسانو نیولی اؤ دمحسن داوړ اؤ دپي ټي ایم د نورو مشرانو په ضد دترهګرۍ مقدمې درج کړل شوي دي.
تیره شپه په ټولنیزو رسنیو داسې یوه ویډيو هم مخې ته راغلې چې پکې لیدل کیږي پوځيانو په یو کور چاپه وهلې اؤ خلکو ته په لاسي لوډ اسپیکر اعلانونه کوي چې محسن داوړ باید هغوئ ته سپارل شي.
په ټولنیزو رسنیو دعوه شوې ده چې پوځ دا چاپه دمحسن داوړ په کور وهلې ده خو پوځ په دې هکله په رسمي توګه څه نه دي ویلي اؤ نه ددغه ویډیو څخه دا پخلی کیږي چې دا ویډیو تازه ده که زړه؟
دپي ټي ایم په غړو د ګولیو ورؤلو ،دعلي وزیر د نیولو اؤ د غورځنګ دنورو مشرانو په ضد دمقدمو درج کولو په خلاف دتیرو درېوؤ ورځو راهسې هره ورځ دپي ټي ایم په لسګونو غړي له روژه ماتي وروسته دپېښور حیات سیمه کې داحتجاجي پرلت دپاره راټولیږي اؤ تر پېشمني احتجاج کوي.
تیره شپه د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مشرې ثناء اعجاز ددې پرلت برخه والو نه سوګند اخستی چې ترهغې به خپل پرلت نه ختموي ترڅو چې علي وزیر اؤ د پي ټي ایم نور نیول شوي فعالین خوشې کړل شوي نه وي، دشمالي وزیرستان څخه ګرځ بندیز ختم کړل شوی نه وي اؤ دپوځ ډزو کې د ژوبل کسانو بشپړ امداد نه وي شوی.
ثناء اعجاز ویلي په دغه احتجاجي پرلت کې د سوات،مردان ،صوابۍ،ژوب،کوټې، وزیرستان خیبر اؤپېښور خلک په ګڼ شمیر برخه لري اؤ هوډ یې کړی چې دقام دحقونو مبارزه کې به دخپل مشر منظور پشتین ترڅنګ ولاړ وي.
دپېښور ترڅنګ دبلوچستان په بیلابیلو سیمو کې هم احتجاجي پرلتونه دوام لري اؤ په سوشل میډیا هم دعلي وزیر دنیولو اؤ د پي ټي ایم په غړیو د ګولیو ورؤلو سخته غندنه روانه ده.
په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې دپښتون ژغورنې غورځنګ مهم مشر اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ویلي هغه ټوله میډیا خبر کړې چې که هر رقم زیان ورته ورسیدلو نو مسولیت به یې دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال قمر باجوه په غاړه وي.
محسن داوړ دا غوښتنه هم کړې چې پوځ باید نور د وزیرستان څخه اوځي اؤ د چارو واګي سول انتظامیې ته وسپاري.