لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماما قدير بلوڅ د وړوکي اختر په ورځ د بې درکه بلوڅانو دپاره د مظاهرې اعلان کړی


د بې درکه بلوڅو دپاره مبارزه کوونکي تنظیم (وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز) مرستيال مشر په ټولو خلکو غږ کړی چې د وړوکي اختر په ورځ دې د دوي سره د کوټې پرېس کلب مخې ته په احتجاجي مظاهره کې ګډون وکړي.

د تنظيم مرستیال مشر ماما قدير بلوڅ په ټويټر خپره کړې يوه ويډيو کې وايي، چې هغه خپل قوم، ټولو ګوندونو او د زده کوونکو اتحاديو او بشري حقونو په ادارو غږ کوي چې اختر اسلامي مذهبي او ثقافتي مېله ده خو د تېرې يوې لسیزې راهسې په بلوڅ، پښتنو او سندیانو کې دغه خوشحالي نشته.

هغه وايي دا مېله اوس د خوشحالو په ځای د خپلو خپلوانو بې درکه کېدو په تړاؤ ناقراري سېوا کړې او په ځانګړي ډول د بې درکه کسانو زخمونه د اختر په ورځ تازه کيږي.

ماما قدیر وايي ځکه هغه د ټولنې د هر فکر سره تعلق لرونکو، سياسي ګوندونو، زده کوونکو اتحادیو، مدني ټولنې او د وکيلانو نه علاوه په ټولو هغو چې خپلوان يې ورک دي چې دوي د اختر په ورځ په درې بجې د کوټې پرېس مخې ته په احتجاجي مظاهره کې ګډون وکړي او خپل اخلاقي بلوڅي،د پښتونولۍ او سندهي فرض پوره کړي او زيات خلک دې پکې ګډون وکړي.

نوموړي د دغه ويډيو سره په ټويټر ليکلي چې په بلوچستان کې دا وخت د ۴۵ زرو نه زيات کسان ورک دي او د دغو ۴۵ کورنيو دپاره اختر د خوشحالو په ځای د غم مېله يا تهوار دی.

هغه ويلي د نور کله په څېر به په دې اختر هم وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز په درې بجې د کوټې پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کوي.

ماما قدير ادعا کوي چې په زرګونو کسان يې بې درکه دي خو تېر کال د بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل مشر اختر مېنګل پارليمان ته په وېنا کې ويلي ؤ چې د دوی د ګوند د ۴۰۰۰ نه زيات خلک بې درکه دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ هم ادعا کوي چې د زرګونو په شمېره کې پېښتانه هم په زوره بې درکه کړی شوي دي.

خو د بې درکه کسانو دپاره په کال ۲۰۱۱م کې جوړ کمېشن تېر کال ويلي ؤ دوی ته د کمېشن د جوړېدو د پېل څخه ۵۲۹۰ مقدمې راغلي چې پکې د ۲۶۳۶ پته لګول شوې ده.

کمېشن ويلي ؤ په دغو کې ۴۴۶ مقدمې داسې وې چې د بې درکۍ مقدمې يې نه جوړېدې او ۳۸۲ په تکنيکي بنیادونو ختمې کړی شوي او دا وخت ورسره ۱۸۲۸ مقدمې پرتې دي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور تېره مياشت يوې خبري غونډې ته په وېنا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو په اړوند ويلي ؤ،

"د دوي درېمه غوښتنه د بې درکه خلکو وه، دوي د اووه زرو يا اته زرو خلکو فهرست راوړو په هغې ډېر کار شوی دی او په دې باندې قانوني کمېشن کار هم کوي او دا شمېرې اوس ۲۵۰۰ دي چې حل شوي نه دي"

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG