لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: پاکستان د پرله پسې ماتې خوړو وروسته نن انګلېنډ ته مخامخ کیږي


د کرکټ د نړیوال کپ په روانو سيالیو کې د پاکستان کرکټ لوبډله نن د کوربه انګلېنډ لوبډلې سره مخامخ کيږي، پاکستان په خپله لومړۍ سیالي کې د ويسټ انډيز نه ماتې خوړلې وه.

په نړيوال کپ کې د پاکستانۍ لوبډلې نن د ګل، دوشنبې په ورځ دوېمه رسمي سیالي ده.

لوبه به د پاکستان په وخت ماسپښن په دوه نيمې بجې پېل کيږي.

پاکستانۍ لوبډلې د ویسټ انډيز پرضد سيالۍ کې ۱۰۵ رنزونه جوړ کړي وو او مخالفه لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۴م اوور کې په درېو لوبغاړو سوځېدو په اسانۍ سره ترلاسه کړی ؤ.

له دې وړاندې په تمريناتي سيالۍ کې د افغانستان لوبډلې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د پاکستان د بالينګ کوچ اظهر محمود ويلي هيله مند دی چې لوبډله يې بيرته ښه لوبه وکړي او زياته کړې يې ده چې لوبډله يې توان لري چې د انګلېنډ لوبډله د ۳۰۰ نه په کمو رنزونو اؤټ کړي.

د انګلېنډ سره د پاکستان د يو ورځنيو سياليو تاريخ څه په دې ډول دی چې دواړو لوبډلو تراوسه پورې ۸۷ يو ورځنۍ سيالۍ کړي پاکستان ۳۱ او انګلېنډ ۵۳ سيالۍ ګټلي دي.

نن چې د دواړو لوبډلو په کوم لوبغالي سیالي کيږي دلته له دې وړاندې دوه ځله دا دواړه لوبډلې مخامخ شوي او دواړه ځله ګټه انګلېنډ کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG