لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او طالبانو د کابل حکومت لخوا د وسله والو خوشي کولو هرکلی کړی


د افغانستان حکومت په سلګونو بنديوانو طالب وسله والو خوشي کولو پروسه پېل کړې ده. امریکې او طالب وسله والو دغه ګام ستايلی دی.

تېره اوونۍ د افغانستان ولسمشر اشرف غني امر کړی ؤ چې نزدې ۹۰۰بنديوان به په راتلونکو دوه مياشتو کې خوشي کړل شي.

افغان چارواکو وي او ای ته ويلي تر اوسه په ګڼ شمېر کې طالب وسله واال خوشي کړی شوي دي.

د افغانستان حکومت ميډيا سره په دې اړه کومې شمېرې نه دي شريکې کړي چې تر اوسه څومره وسله وال خوشي کړی شوي خو ځايي مطبوعات وايي چې د نهې، سه ورځې پورې د ۳۰۰ پورې بنديوانو خوشې کېدو امکان دی.

طالبانو هم د افغانستان حکومت دغه ګام پخلی کړی دی او دا يي د حکومت لخوا يو مثبته ګام بللی او غوښتنه يي کړې ده چې د افغانستان حکومت دې دا پروسه دوام داره وساتي.

خو طالبانو ويلي د افغان ولسمشراشرف غني لخوا ورسره د ۲۶۱ طالب وسله والو خوشي کېدو ژمنه شوې ده او په دوي کې پاتې شمېره د هغو ده کوم چې طالبان نه وو او د افغان حکومت او د دوي ملا تړ کوؤنکو امريکايي ځواکونو لخوا د شپې په کورونو د عملياتو پر محال نيول شوي وو.

په افغانستان کې د امريکا سفير جان باسس د وسله والو د خوشي کېدو هرکلی کړی دی او ويلي يي دي دا به د شخړې د سياسي هواري د پاره زمينه برابره کړي.

د امريکې سفير په طالبانو نيوکې هم کړي او ويلي يي دي چې طالبانو کوم حکومتي بنديوان نه دي خوشې کړي او د افغانستان امنيتي ځواکونو لخوا په نزديو کې د طالبانو لخوا بنديوان په جيلونو د چاپو په دوران راخوشي کول يې ستايلي دي.

د امريکې حکومت او افغان طالبانو لخوا په قطر کې د روانې مياشتې په اخر کې د خبرو اترو غونډه کيږي خو د خبرو اترو اخري پړاؤ کې د سولې په بين الافغاني خبرو نه وو صلاح شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG