لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکايي ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ قدر نور راټيټ شوی


د امریکايي ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ د قدر کمېدو سلسله دوام لري او نن د جمعې په ورځ د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ بيعه ۱۵۷ روپۍ ته رسېدلې ده.

د امریکايي ډالر په مقابله کې روپۍ په تېرو لسو ورځو کې اته روپۍ راکمه شوې ده.

د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان په خپله وېب پاڼه خپور کړي رپوټ کې ويلي چې نن د جمعې په ورځ د ډالر تجارت په ۱۵۶ روپۍ او پينځه پېسې پېل شوی او دا وخت په پرانستي مارکيټ کې د ډالر بيعه ۱۵۷ روپۍ ته رسېدلې ده.

د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ قدر په داسې حال کې راټيټ شوی چې په وروستيو کې د پاکستان د غېر ملکي زر مبادله په ذخيرو کې ۵۵ ملينه ډالره کمی راغلی دی او دا پېسې د بهرنيو قرضونو د سود په مد کې ورکړی شوي دي.

ورڅپاڼه د ونډو د بازار په حواله وايي چې په وروستيو کې په تېرو درېو اوونيو کې ۴۰ ملينه ډالره بېنکونو ته ورکړی شوي دي چې په ملک کې د ډالر زيات مقدار ښايي خو بيا هم ويلی کيږي چې د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د لوظنامې په شرطونو کې يو دا شرط هم شامل ؤ چې مرکزي بېنک به د روپۍ په بيعه کې لاس وهنه نه کوي.

د مې په مياشت کې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د خزانې صلاح کار عبدالحفیظ شیخ ویلي ؤ د پاکستان او نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف تر منځ پاکستان ته د قرض یا پور ورکولو په سر لوظنامه وشوه چې تر مخه به يې ايي اېم اېف پاکستان ته ۶ اربه ډالره پور ورکوي.

د عبدالحفیظ شېخ په وینا ايي اېم اېف به په راروانو درېو کالو کې پاکستان ته ۶ اربه ډالره پور ورکوي، او د ايي اېم اېف د قرضې وروسته به نړیوال بېنک او نورې مالیاتي ادارې پاکستان ته په کم سود د دریو اربه ډالرو نوره قرضه هم ورکوي.

خو شېخ دا هم منلي وه چې په پاکستان کې به مالدارو له سبسډي یا مراعات ختمول وي او په ځينو څانګو یا برخو کې به ګراني هم راځي.

د راپورونو ترمخه په تېرو دوه اوونيو کې د اختر په شپو ورځو کې پاکستان ته په بهرنۍ زرمبادله کې د ۱۵ نه تر ۲۰ فيصدو پورې سېوا والی راغلی ځکه چې د بهر هېوادونو خلکو زياتې پېسې ملک ته رالېږلي دي خو باوجود د دې روپۍ بيا هم د فشار سره مخ ده.

ورځپاڼه د يو اقتصاد پوهه بېنکر له قوله وايي چې په راتلونکو څو اوونيو کې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه ۱۸۰ روپو د رسېدو امکان لري.

اقتصاد پوهان پوښتنې راولاړي چې ولې مرکزي بېنک د روپۍ د قدر قابو کولو دپاره مداخلت نه کوي؟ خو ځينې بيا وايي چې د ايي اېم اېف سره د پور په شرطونو کې پاکستان منلې چې روپۍ به ازاده ساتي.

نزدې لس ورځې وړاندې د يو ډالر بيعه ۱۴۸ پاکستانۍ روپۍ وه.

د پاکستان مرکزي حکومت د کال ۲۰۱۹ او ۲۰ په بجټ يا بوديجه کې د درامداتو يا وارداتو راکمولو دپاره کوټلی پلان نه دی ورکړی او د هغې نېغ په نېغه اثر په غېر ملکي زر مبادله پرېووځي چې له امله يې روپۍ د فشار ښکار کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG