لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ:دطالبانو برید کې دپولیسو دوه عسکر وژل شوي


دپاکستان تر ټولو ستر اقتصاي ښار کراچۍ کې په دوؤ پولیس عسکرو دا برید د اورنګي ټاون په سیمه کې د دوشنبې په ورځ هغه مهال شوی چې دغه عسکر له دپولیسو د روزنې مرکز څخه دمومن اباد تاڼې ته روان ؤؤ

پولیس چارواکي وایي داحمد علي اؤ الله دته په نوم دې پولیس عسکرو باندې دنوري چوک ترڅنګ په دوؤ موټر سائیکلو سورو څلورو وسله والو ډزې وکړې چې له امله یې دواړه عسکر په ټکي مړه شول.

دپېښې نه وروسته ترهګر په تېښته بریالي شوي اؤ پولیسو د هغوئ د نیونې دپاره دلټونې عملیات پیل کړي دي.

دطالبانو یوې ډلې حزب الاحرار ددې پېښې ذمه واري پغاړه اخستې اؤ ویلي دي دواړه پولیس هغوئ ویشتلي دي.

تر دې وړاندې هم چې په دې وروستیو کې پاکستان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه حزب الاحرار ډلې پغاړه اخستې ده.

دسندهـ ایالت مشر ویر مرادعلي شاه ددې دترهګرۍ ددې تازه پېښې په سختۍ سره نوټس اخستی اؤ ویلي یې دي چې پېښه کې ککړ ترهګر به د سزا څخه بچ پاتې نه شي.

د کراچۍ دپولیسو یو مشر یا ډي‌ ایي جي ډاکټر محمد امین یوسفزئ ویلي د دواړو پولیس عسکرو وژنه هدفي معلومیږي خو له وړاندې داسې هیڅ قسمه ګواښونه پولیسو ته نه وؤ ترلاسه شوي.

په پاکستان کې ځېنو رسنیو داسې راپورونه هم ورکړي چې دا پولیس د پولیو دکمپائن سره د تړاؤ له امله وژل شوي خو ډي ایي جې یوسفزئ دا تاثر رد کړی او ویلي یې دي چې دا پېښه دپولیو کمپائن سره هیڅ تړاؤ نه لري.

په دې وروستیو کې دپاکستان بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ د روانې میاشتې په پیل کې دپاکستاني طالبانو تحریک پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې دا بریدونه هغوئ دخپلو وژل شوؤ ملګرو د بدل اخستلو په موخه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG