لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران اټومي څرې دپاره دټاکلي حد څخه د سرغړونې اعلان کړی


ایران په کال ۲۰۱۵م کې د شوي اټومي تړون د یوې بلې مادې څخه د سرغړونې اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې راتلونکې اوونۍ کې به د اټومي څرې یا یورینیمو ذخیره له ټاکلي حد څخه سیوا کړي.

دایران د اټومي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمال وندي دا اعلان د دوشنبې په ورځ دیو مطبوعاتي کانفرنس په مهال کړی چې دغه کانفرنس دایران په دولتي ټي وي نیغ په نېغه ښودل کیدلو.

دایران دایټمي توان د ادارې ویاند ددې مطبوعاتي کانفرنس په وخت پخلی وکړو چې ایران د اټومي څرې په پخولو کې څلورچنده اضافه کړې ده اؤ په راتلونکو لسو ورځو کې به د پخې اټومي‌ څرې په لاس کې دلرلو هغه حد څخه ور واوړي چې په نړیوال تړون کې یې ښودنه شوې ده.

دتړون له مخې ایران په یو وخت دځان سره ۳۰۰ کلوګرامه پورې پخه څره دځان سره ساتلی شي خو ایراني ویاند وویل چې په ۲۷م جون به ایران له دې حده ورتیر شي اؤ د اټومي څرې دپخولو دې عمل ته به دوام ورکړي.

په زیاته کچه پخه اټومي څره د ایټم بم په جوړولو کې پکاریږي چې له دې امله نړیوالو قوتونو ایران په کال ۲۰۱۵م کې پابند کړی ؤ چې دټاکلي حد نه زیاته اټومي څره به دځان سره نه ساتي.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ایران سره دشوي اټومي تړون څخه تیرکال ځان جلا کړی ؤ اؤ په ایران یې هغه قدغنونه یوځل بیا اېښودلي وؤ چې ددغه اټومي تړون څخه وروسته ترې امریکا پورته کړي وؤ.

ایران په دغه تړون کې د شریکو نورو پینځوؤ نړیوالو طاقتونو چین،روس، برتانیې ،فرانس اؤ جرمني څخه پرله پسې غوښتنې کوي چې قدغنونو څخه دایران د ژغورنې اؤ داټومي تړون پځائ ساتلو دپاره خپل رول ولوبوي.

تیره میاشت دایران صدر حسن روحاني په دغو پینځوؤ واړو هیوادونو غږ کړی ؤ چې په دوؤ میاشتو کې دننه دخپلې ژمنې له مخې باید دایران د تیلو صعنت اؤ دبینکارۍ څانګې دقدغنونو څخه وژغوري ګنې ایران به هم ځان له اټومي تړون جلا کړي.

داټومي انرژۍ نړیوالې ادارې هم پخلی کړی دی چې ایران دخپلې اټومي څرمې مقدار سیوا کړی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG